افغان مېرمنې؛ له ټولنې عاق شوی قشر

افغان مېرمنې؛ له ټولنې عاق شوی قشر

ذاهد صمدزی

سهار وختي د حاجي ملک دویمه مېرمن له دوو کلیوالو سره پر نامشروع اړیکه تورنه شوه. د کلیوالو تر مینځ دا خبر په ډېر چټک ډول خپور شو، له بله اړخه ټول د ښځې په اړه قاضيان شول او هر يوه ځان ته حق ورکاوه چې يو نه يو ډول سزا ورته وټاکي. د کليوالو په جرګه کې ښځه کېنول شوه او دوی له خپل ډول سره سم تحقيقات وکړل، پايله دا شوه چې پر ښځې لګېدلی تور سم دی. وروسته يو بل بحث دا شو چې دا خو واده شوې ښځه ده، څه ډول سزا باید ورکړل شي؟

زما ښه په ياد دي چې کله د کليوالو تر منځ پر دې موضوع بحثونه او خبرې کېدلې، د بحث ډېره برخه به دې ښځې ته ځانګړې وه. پر هغو دوو نارينه‌وو به ډېرې لږ خبرې کېدلې چې له دې سره په اړيکو لرلو تورن شوي و. کله چې د سزا بحث را پېل شو، له هيچا سره هم اندېښنه او پوښتنه دا نه وه چې دا دوه نارينه به څرنګه سزا ويني؟ له دوی سره به څه کېږي؟ بلکې له ټولو سره فکر دا و چې ښځې ته بايد سزا ورکړل شي.

دوی نه يوازې دا چې د ښځې په اړه قاضيان و او د سزاوو په اړه يې خپلې مشورې او نظرونه ورکول، بلکې خپله غوسه يې حقه ګڼله او له همدې لارې به يې د ښځې پر ټول شخصيت او د هغې پر کورني حريم هم بريد کاوه. مګر د نارينه‌وو په اړه چلند بيخي متفاوت و، د هغوی پر وړاندې خو چا په منتقدانه انداز د دې موضوع يادونه نه شوای کولای، نور قضاوتونه خو بيخي لېرې خبره وه.

د کليوالو د پرېکړې په پايله کې ښځه د خپل کورني ملاتړ او زور له وجې له وژنې او ربړونې وژغورل شوه، مګر د کورنۍ په خوښه يې ورته سزا دا ورکړه چې د تل لپاره یې له خپلې کورنۍ او سيمې تبعيد کړه او کورنۍ يې د وطن په يوه لېرې ګوښه کې پر يوه نامعلوم چا خرڅه کړه او په دې توګه ښځه له خپله کوره، له خپله ټاټوبي او خپلو خپلوانو داسې ورکه شوه لکه اصلا چې زېږېدلې نه وه، ګواکې لکه د خلکو له حافظو چې يې يادونه وايستل شي.

ښايي کليوالو، ملکانو او ملايانو به فکر کړی وي چې که يې هغسې سزا ورنه کړه چې د دوی په اند ورته ښاييدله، مګر تر يوه حده يې هغسې وربړوله چې بايد ورسره شوي وای. ښايي د دوی لپاره دا د خپل ژوند په پرېکړو کې يوه لاسته راوړنه وي او پرې وياړي به هم، مګر دوی له دې پوښتنې او حقيقت څخه ځان څرنګه خلاصوي چې دوی خو خپله پرېکړه د دوی له تور سره سم د ګناه پر يوه اړخ پلي کړې، هغه اړخ خو لا هم ازاد او په کلي او خپل کور کې ګرځي چې ښايي د دې ګناه اصلي اړخ به و. پوښتنه داده چې د دې جرګو او مرکو پرېکړې ولې يوازې پر ښځو د تطبيق وړ دي؟ هغه چې نه زور لري او نه زر، بلکې د دواړو له څښتنولۍ د ټولنې بدو دودونو بې برخې کړې وي.

له ديني او منطقي باور سره سم، وژنه تر ټولو لويه ګناه او جرم دی. د دې يو مطلب دادی چې مجرم او ګناهګار يې بايد سخته سزا هم وويني. زموږ د ټولنې او هيواد د تېرو څلورو لسيزو تاريخ پر دې شاهد دی چې نارينه‌وو (د دې جرمونو کوونکي مطلق اکثريت نارينه) په دې وطن کې دا او دې ته ورته څومره نور جرمونه کړي دي، ښځو يې په ټول عمر تصور هم نه دی کړی. نه يوازې دا چې ښځې، ماشومان او نور بې ګناه نارينه يې وژلي دي، بلکې له لوټمارۍ او جبر زناوو څخه واخله تر رشوت او خيانتونو پورې له هيڅ شي يې مخ نه دی اړولی.

مګر کله چې د غيرت، حيا، عزت، پت او خدمت خبره يادېږي د ټولنې د حاکم نارينه سالار ذهنيت له مخې دا هر څه لومړی د ښځې مسووليت ګرځي او د دې لپاره چې دا مسووليت په سم ډول ادا کړي نارينه د ښځې يو خودمختار مالک دی چې د دې مسووليتونو د نه ترسره کولو له وجې ښځو ته هر ډول سزا ورکولای شي او د ټولنې ټولنيز وجدان ورته هيڅکله نه درېږي چې وه سړيه، کوم څه چې ته غيرت، حيا، پت او عزت ګڼې، په هغو کې لومړی مسووليت يا هم مساوي مسووليت ستا دی، تا څه کړي دي؟ بلکې په دې لړ کې چې تا په خپله کوم جرمونه او ګناهونه کړي دي، د هغو ځواب به څوک وايي؟

نن د افغانستان بااستعداده نجونې او ښځې د خپل ژوند له تر ټولو بنسټيزو حقونو محرومې د کورونو په څلورو ديوالونو کې بندې دي. لومړۍ ګناه يې داده چې ښځې دي او دويمه ګناه يې داده چې که له کوره ووځي، شونتيا داده چې نارينه به بې لارې کړي/بې لارې به شي. دا منطق هغه څوک د دوی په اړه غږوي چې په مسجدونو، ودونو، بازارونو، هوټلونو او ميلو کې به يې ځانمرګي بريدونه کول او ښځې، ماشومان او نارينه به يې له کوم توپیر پرته وژل صرف په دې موخه چې خپل مخالف ته خپل زور او شتون وښيي!

چا چې د يوې ښځې پلار وژلی، چا چې د يوې ښځې مېړه وژلی، چا چې له يوې ښځې ورور اخيستی دی او له هر ډول نارينه تکيې يې بې برخې کړې، نن دا هم ورته وايې چې ته د ډوډۍ ګټلو حق هم نه لرې، ځکه ښځه يې او ښځه که کار وکړي، دباندې راووځي نو نارينه به یې بې لارې کړي!

کله چې نارينه وژنې کوي، کله چې غلاوې کوي، کله چې لارې نيسي او کله چې ښځې زوروي، ظلم پرې کوي او ان وژني يې، د دې خلکو هيڅ ټولنيز او ان «حکومتي» سيسټم د نارينه‌وو په اړه هغسې يو اړخيزې پرېکړي نه کوي لکه د ښځو پر وړاندې چې يې کوي، نه يې هم له ليک او لوست څخه محروموي، نه يې هم له ټولنيزو مناسباتو باسي، نه يې هم له ټولنيز او حکومتي حيثيت څخه ښکته کوي او نه هم پرې بل داسې بنديز لګوي چې هغوی ته د خپل جرم او ګناه احساس ورکړي. مګر بل پلو، د ښځو پر وړاندې په بشپړ تبعيض سره هغوی ته هره شېبه دا احساس ورکوي چې تاسو ښځې ياست، د دې مطلب دادی چې تاسو کمزورې ياست، د دې مطلب دادی چې حق به مو نارينه درته ټاکي چې کله به ژوند کوئ او څرنګه به ژوند کوئ؟

هو، هماغه نارينه چې پر لمن يې د وينو داغ دی.

د ښځو په اړه دا تبعيضي چلند او سوچ د ټولنې په هر پوړ کې موندل کېږي. اوس خو د حکومتولۍ له چوکاټه واخله د کور تر چارو، په ټولو کې ښځه يو داسې څوک ده لکه له ازله چې په تبعيض محکومه وي. ټولنيز سوچ او اقتصادي مناسباتو ښځه په عملي توګه له نارينه‌وو سره له پرتلنې بيخي ايستلې ده. له بده مرغه، يو زيات شمېر ښځې داسې فکر کوي چې له دوی سره کېدونکی تبعيضي چلند حق دی ځکه دا غير عادلانه سيسټم له کوره واخله، تر کليوالي او ښاري ټولنې او ان حکومتي کچې پورې په سوونو کلونو حاکم پاتې شوی دی چې له امله يې تر ظلم لاندې وګړي، په دې نه پوهېږي چې څه له دوی سره کېږي هغه اصلن تر ټولو لوی ظلم دی او د دوی لومړی کار دادی چې د همدې ظلم پر خلاف بغاوت وکړي.

مګر له بده مرغه په يوه نارينه سالاره ټولنه کې د ښځې غږ پر دې د لګېدلي تور په مقابل کې له ځانه د دفاع لپاره، د خپلو اساسي حقونو د غوښتنې لپاره او د يوه سيال انسان په توګه د ژوند کولو لپاره د غيرت، پت او حيا په هغو مبهمو ارزښتونو کې ورک دی چې هم يې لومړني تحميلوونکي او هم يې لومړني ناقضين نارينه دي.

 

 

کابل۲۴ یو خپلواک خبري اژانس دی، چې له افغانستان، سیمې او نړۍ څخه ۲۴ ساعته تازه خبرونه تاسو ته وړاندي کوي. کابل۲۴ د تازه خبرونو، راپورونو او مسلکي شننو په وړاندې کولو سره، د ټولو افغانانو او په ځانګړې توګه مېرمنو او قومي لږکیو بشري حقونو ته ژمن او د بنسټیزو انساني ازادیو د ودې او پرمختګ په موخه کار کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *