د افغانستان او شري لنکا تر منځ د دریو یو ورځنیو سیالیو لومړنۍ لوبه پیل شوه

د افغانستان او شري لنکا تر منځ د کرېکټ دریو یوه ورځنیو لوبو د لړۍ لومړنۍ لوبه د شري لنکا په همبانتوتا سیمه کې پیل شوه.

افغانستان د ټاس یا پچې له ګټلو وروسته شري لنکا لوبډلې ته د بېټنګ یا توپوهنې بلنه ورکړه.

د شري لنکا له لوري پاتوم نشانکا او دیموت کاراوناراتنې لوبه پیل کړه، چې کارواتنې له څلورو منډو تر لاسه کولو وروسته د فضل حق فاروقي په توپ رحمت شاه کېچ او له لوبې بهر کړ.

د ۱۱ اوورونو له لوبې وروسته شري لنکا لوبډلې ۵۲ منډې کړې او دوې وېکټې یې له لاسه ورکړې.

کوسل میندس له ۱۱ منډو ترلاسه کولو وروسته د شري لنکا دویم لوبغاړی و، چې د فاروقي په توپ د رحمت شاه په لاس کېچ او له میدانه بهر شو. د ده پر ځای اینجلو ماتیوز د لوبې ډګر ته راووت.

له دې مخکې د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر حشمت شهیدي له بي بي سي سره په ځانګړې مرکه کې د ستوري لوبغاړي راشد خان ټپي کېدل لوبډلې ته لویه ضایع ګڼلې خو وایي د هغه نشتوالي له کبله نور لوبغاړي د وړتیا ښوولو موقع موندلی شي.

له شري لنکا سره د یو ورځنیو لوبو تر پیل یوه ورځ وړاندې د افغانستان د ستوري راشد خان د ټپي کېدلو خبر مینه وال هېښ کړي خو لوبډلمشر حشمت شهیدي وايي دا په ورته مهال د نویو لوبغاړو لپاره یوه موقع ده چې خپله وړتیا وښيي.

د شري لنکا په سفر کې له ملي لوبډلې سره نوین الحق نشته او دلیل یې حشمت شهیدي دا ګڼي چې ګواکې نوین الحق یو ورځنۍ لوبې نه غواړي.

نوین الحق تېر کال په استرالیا کې د شل اوریز نړیوال جام لپاره د چمتووالي لپاره له افغان کرېکټ بورډه غوښتي و چې دی دې یوازې شل اوریزو لوبو ته پرېښودل شي، خو دغه ځوان لوبغاړی وایي هغه هیله یې یوازې تر هغه شل اوریز جامه وه.

د مې پر ۱۵مه افغان کرېکټ بورډ مسوولینو وویل، چې دا ځل لوبډلې ته چټک توپ اچوونکی عبدالرحمن رحماني وراضافه شوی خو ګلبدین نایب، یمین احمدزی، ضیاءالرحمن اکبر او شاهدالله کمال چې د شري لنکا پر وړاندې د یو ورځنیو سیالیو د تېرې لوبلړۍ غړي وو، دا ځل له لوبډلې سره د احتیاطي لوبغاړو په توګه ملتیا کوي.

حشمت الله شهیدي (لوبډلمشر)، رحمت شاه زرمتی (مرستیال لوبډلمشر)، رحمان الله ګربز (وېکټ ساتونکی)، ابراهیم ځدراڼ، ریاض حسن، نجیب الله ځدراڼ، محمد نبي، اکرام علي خېل (ویکټ ساتونکی)، عظمت الله عمرزی، راشد خان، مجیب الرحمن، نور احمد لکڼوال، عبدالرحمن رحماني، فضل الحق فاروقي او فرید احمد ملک هغه لوبغاړي چې د شري لنکا پر وړاندې سیالیو لپاره لوبډله کې اخیستل شوي.‌

کابل۲۴ یو خپلواک خبري اژانس دی، چې له افغانستان، سیمې او نړۍ څخه ۲۴ ساعته تازه خبرونه تاسو ته وړاندي کوي. کابل۲۴ د تازه خبرونو، راپورونو او مسلکي شننو په وړاندې کولو سره، د ټولو افغانانو او په ځانګړې توګه مېرمنو او قومي لږکیو بشري حقونو ته ژمن او د بنسټیزو انساني ازادیو د ودې او پرمختګ په موخه کار کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *