فریده «حفیظ»
ښځه د عزت خاونده او د زانګو ستره استاده ده، کوم چې نن په خپلو لاسونو د سبا امپراتور، عالم، ډاکتر، انجینر او یو لوي انسان زنګوي.
الله تعالیٰ ښځه د انسانیت د سلسلې د قائم کولو لپاره پیدا کړې ده . ښځه د راحت ، سکون ، آرام ، مینه ، وفا دارۍ تر ټولو ښکلې سرچینه ده .
چارلس ډاکتر وایي : چې په کائناتو کې تر ښځې بل خوږ ، نازک شی بل نشته او تر ټولو خوږه مینه د ښځې مینه وي .
د نادر شاه وینا ده : ماته په ښځه او ګل کې توپیر نه لیدل کېږي .
رایمس نیس وایي : ښځه د سمندر په شان ده ، چې د ډیر کوچنۍ فشار پر وړاندې طاقت نشي کولاې اما ډیر درانده بارونه پر اوږو وړي .
که د نړۍ تاریخ ته وګورو ښځه همیشه د خلکو تر بدو الفاظو لاندې راغلې !
تر اسلام مبارک دین مخکې د ښځو حالات .
یونان يو پرمختللې هیواد وه ، اما د ښځو حیثیت پکې هیڅ وه .په یونان کې به ښځې د څارویو او نورو ملکیتونو په څیر پلورل کېدلې .
د یونانیانو یو استازې وایي : مونږ لوڅې ښځې د خوند او صادقې او مهربانه ښځې د جسم د نورو غوښتنو د تامین لپاره غوره کوو .
په روم کې د ښځو ارزښت .
رومیانو ښځو ته د څارویو په شکل کتل دلته د لوړ کچ یوې غونډې فیصله وکړه چې ښځه یو ناولې حیوان دي چې نه کرامت لري او نه عزت او نه درنښت د هغوي سپک ساتل پکار دي او خدمت لپاره یې استعمالوئ .
په هند کې د ښځو حالت !
په هند کې هم د ښځو هماغه حالت وه کوم چې په روم او یونان کې وه ؛ دلته به ښځو کله د سړیو او سړیو به دښځو عبادت کاوه . د عبادت خانو نه یې فاحشه خانې جوړې کړې وی .
همداسې په هر هیواد کې د ښځو ارزښت هر نارینه تر پښو لاندې کړ، مګر داسلام په راتګ سره ښځو لپاره حقوق وټاکل شول .
د اسلام په مقدس دین کې د ښڅو مقام .
اسلام ښځو ته د نارینو چې ډیر عزت او حقوق ورکړ . که نظر واچوو د رسول (ص) سیرت ته نو وه به ګورو چې هغه د ښځو دوست پر هغوي مهربانه او د هغوي د حقونو ستر ساتونکې وه .
اسلام ښځې ته سیاسې ، اجتماعې ، او اقتصادې ټول حقوق ورکړل ښځه په خپل مال کې د تصرف پوره واکمنه ده . الله ج د ښځو پیدایښت په انسانانو باندې يو لوي انعام او د خپل د قدرت یوه معجزه ګڼلې ده .
حدیث : د الله ج نیکان بنده ګان هغه دي چې وایي : ای زموږ ربه موږ ته پخپلو ښځو او زامنو باندې د سترګو یخوالې وښایه .
د اسلام له اړخه د ښځو اقتصادي حقوق !
اسلام چې څومره حقوق نارینه وو ته ورکړې ښځو ته یې هم ورکړې . په کوم ځاې کې چې نارینوو ته د کار اجازه ورکړل شوې ښځو ته هم ورکړل شویو ده یوه دروازه یې هم پر مخ نده تړل شوې . دژوند په یو باب کې هم دا نشته چې چیرته دې نارینوو ته د کار ، تجارت اجازه وي او ښځو ته نه وي . ښځه پخپل ټول مال کې د لاوهنې تصرف پوره حق لرې هغه سوداګري کولاې شي ، له بخښنې ، اجارې او صدقې هیڅوک ایسارولي نشي . نه خاوند د هغې واکدار دي او نه پلار . او نور که چیرې د هغه تصرفات شرعي بیه ولري او که چیرته تصرفات شرعي بیه ونلري نو بیا خو د نارینو مخه هم نیول کېږي ؛ ددې ډیرې بیلګې داسلام په تاریخ کې شته دي چې په صدر د اسلام کې په ښځو سوداګري کوله. په اسلام کې تصور داسې دي چې هر چاته دې د هغه د زحمت په اندازه برخه ورکول کېږي .حدیث شریف کې راغلي چې الله تعالیٰ فرمایلي : سړیو ته برخه ده له خپلې ګټې څخه او ښځو ته ګټه ده د خپلې ګټې څخه .
په اسلام کې د ښځو سیاسي حقوق .
اسلام ښځو ته د رایی ، دد انتخابیدلو او انتخابولو پوره حق ورکړې . ځینې معاصر پخواني علما وایي چې ښځه ټول سیاسي حقوق اسلام نه د دولت له ریاست څخه منعه کړې ده او نه په حکومت کې له کار کولو څخه منعه کړې ده . سید ابوالا علی مودودی (ح) وایي سیاسي حقوق د هر عاقل ، بالغ سړی او ښځی حق دي .
په اسلام کې د ښځو د زده کړې حق .
اسلام تعلیم ته تر هر څه ډیر ارزښت ورکړي ځکه یې پر ښځې او نارینه فرض کړې ، ځکه چې تعلیم د دین او دنیا ذریعه ده .
اسلام وګړي د تیارو او ناپوهۍ څخه د علم او روښنایي معرفت ته را وبالل . ړومبنیو او وروستیو علماوو لیک او لوست ته ځانګړې ارزښت ورکړې . کله چې الله ج خپل محبوب په رسالت مبعوث کړ نو تر هر څه لومړې یې ورته په لوستلو امر وکړ ؛ او د قلم لويي او عظمت یې ورته څرګند کړ .
په اسلام کې د ښځو د کار کولو حقوق .
په عمومي ډول ښځو ته په اسلام کې کار کول روا دي ، آن په ځینو وختونو کې ورته مستحب او فرض هم دی لکه کونډه یا طلاق شوې ښځه چې د کار کولو انرژي هم لري ، اولاد هم لري او د ګټې کومه بله مرجع ونلري او کار ته هم محتاجه وي خویندې ، ورونه هم ورته پاتې وي يا یې پلار سپین ږیرې وي یا یې خاوند بې وسې وي نو پدې ټولو صورتونو کې پر ښځه لازم دي چې د کورنۍ بار پر اوږو اوچت کړي او کار وکړي لکه د حضرت ابو بکر صدیق (رض) لور ، حضرت اسماء به له خپل خاوند سره هر ډول مرسته کوله آس به یې ورته ساتلو کله به یې هم بار په سر ورته وړلو .
موږ ټول مسلمانان یو او ښځو ته په ټولنه کې ضرورت لرو هغه څه چې الله ج خپل بنده ګانو ته حلال کړې نه باید موږ هغه پر خلکو حرام وګرځوو .تعلیم ، کار کول ، د ښځو لپاره زموږ د کور لپاره د هیواد لپاره یو ضرورت دی چې دا ضرورت باید موږ خپله پوره کړو.