نړۍوال بانک: په کار او کسب کې د افغان مېرمنو ونډه کمه شوې ده
نړۍوال بانک د “ښځې، سوداګري او قانون” تر عنوان لاندې په خپل کلني راپور کې افغانستان د هغو ۱۱ هېوادونو په کتار کې راوستی چې ښځې په دغو هېوادونو کې په کار او کسب کې ډېره کمه ونډه لري.
د افغانستان سربېره، چاد، نوې ګېني، مالي، نایجریا، سومالیا، سویلي سوډان، سوډان، سوریه او یمن هغه هېوادونه دي چې د نړۍوال بانک په دغه راپور کې یې نومونه راغلي دي.
د نړۍوال بانک په دغه راپور کې، د نظامونو بدلون او د ښځو پر کار او زدهکړو بندیزونه په یادو هېوادونو په ځانګړې توګه افغانستان کې نه یوازې پر اقتصاد بلکې، د افغانانو پر هوساینې په ځانګړې توګه د ښځو پر وضعیت منفي اغېز کړی دی.
ورته مهال ځينې متشبثې ښځې بیا په بېلابیلو برخو په ځانګړې توګه په اقتصادي برخه کې د ښځو ونډه ډېره اړینه بولي. خو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، په اقتصادي برخو کې د ښځو له ونډې ملاتړ ته ژمن دي.