هر نارينه ما خوښوي، خو خپله وي مې نه.!

فريده «حفيظ»

په دې مقاله کې غواړم د نن سبا پر هغو اړيکو وليکم‌ کوم چې په مجازي نړۍ کې د موبايل، انټرنت په واسطه‌جوړيږې خو پايله يې يوازي او يوازي د يو جلئ دوکه کول دي ، ټول هغه څه پکې ذکر کوم چې د ملګرتيا تر نامه لاندی يو حماقت ترسره کول دي ، کوم چې له انګلېسي ژبې ورته نوم اخلي (Relation ) يا اړيکه .

په عمومي ډول الله تعالی د انسان طبقه له دوو جنسونو پیدا کړ چې يو يې مذکر او بل يې مؤنث بيا يې دواړه يو بل ته‌ مائل کړ.
تر څو يو بل ته د مينې ، درک ، احساس ، زریعه وګرځي .
د دواړو جنسونو د‌ يوازي والې له پاره يې نکاح حلال کړي تر څو تر نکاح وروسته دواړه سره يو ځاي ژوند وکړاي شي .

خو دواړو جنسونو فطرت !

پر ښځو کې د عاطفي حس او په نارينو کې د‌نفس حس لوړ پيدا کړ.
هر ښځه د عاطفي له پلوه ډيره کمزوري ده او هر نارينه په خپل نفس او هوس کې غرق دی.

انترنتي اړيکي !

يو څوک به تاته راځي ځان به درته پښو خاور کي هر خبري ته به د هرکلي وايې هر لمحې ته به دی سکون وايې .

چې وخت تيريږې نو تا به هم پرې سم ايمان راوړی وي وړنده به شی بغير له دې به څوک هم نه ګوري دنيا به هم دا يې او خوشحالي به هم دا يې .
له روح او جسم به ورته تير يې په خوله به دې ورته کله هم نه نه راځي فکر به کي که نه وايې نو کافر کيږی .

وخت به داسې ژر ژړ منډي وهي پوه به هم نشي چې خبره دې مينه ته ورسوه داسې مینه چې شا ته تګ نلري غرق به شي بس اوس به دا نارينه تاته د آسمان فرښته وي په هر حال به یې قبول کې .

يو وخت به داسې راشي چې هر څه به د يو خوب په څير وي چې را جیګ کيږی نو هېڅ به هم هغسې نه وي .
جانان به بدل شوي يې اوس به نو هغه د مينې او سکون خبرو انسان په يو خاموش انسان بدل وي حيرانتيا به دا درکي چې ملامت يمه که سلامت .

و به منې چې اوس نو د اوښکو ، درد ، يوازيتوب دوره شروع شوه ستا زړه به درد کې زنګ به وهي ميسچ به کې چې هغه د مينې نړۍ د وغواړم خو هغه به په يو ساکن انسان بدل وي نه به ښه معلوم وي نه به بد .

بس د لرې والې موسم به يې چې څومره هم ورته نږدې کيږې بيا دې هم شمال لري کوي ته به فرياد د مينې کې ته به يې خپل فرهاد يا آدم خان غواړې خو هغه به تاته يو او بل څه بهانه کوي .

بار بار به يو څه احساس کې د مينې په نوم دې اصلي ژوند و بايله .
له ځان به نفرت کې له خپلو هيلو او خوبونو به نفرت کې , وايې به چې ما څه وکړل او هغه څه وکړل .

دا وخت نو د سبا هیڅ معلومات نه کيږی چې سبا به څه وي آيا بيا به هغه دې مینې دنيا وي بيا به هم د چا سپوږمې يا شهزاده ګي يې يا نه د نن په څیر يو اضافه شوي بار يې .

پخواني ښځو په راپاتي خبره ده!
وايې « ښځه دی له پاره نارينه ته ځان لوڅ کوي چې مینه خپل ورته ثابته کړي او ياهم وښايې چې تر هر څه ورتم‌ ډير ارزښت لري ، خو نارينه سره تل دغه فکر وي چې دا ماته ځان لوڅ کې دا به‌ یې نورو ته هم کې »
له دې‌ خبري دا جوته کيږی چې د نارينه فکر تل په کوم څيزونو تمرکز کي
او ښځه په کوم نيت ورته نږدې کيږي.

اوس څنګه په افغاني ټولنه کې د داسې خبرو مخه ونيسو .
په لومړيو کې په پښتانو کې تر ډيره د نارينه او ښځينه اړيکې ساتل بد ګڼل کیږی هغه که په هر نيت وي او هر څنګه وي .
نو نده پکار د هېڅ يو نارينه له پاره هم چې داسې اړيکه جوړ کړې چې پوره کولاي نشي او نده پکار د هېڅ يو انجلي له پاره هم باور کول .

اکثر نارينه چې ښایست دی يا هم پيسې لري او يا هم نوم يا شهرت لری دوي داسې اړيکو پسې ډير ګرځي غواړي‌ ملګرې په نوم به انجونو سره اړيکي ولري .

تر ډيره پکې بيا داسې هم وي چې وادونو يې کړي وي ان د څو اولادونو پلار وي ،دوي د اړيکي په شروع کې ځان ډيره ښه زړه سواند او شريف انسان ښکاره کړې تر څو د انجلي زړه وګټې او اړيکه يې جوړه شي خو چې موده تير شي د انجلي باور سره يې اړيکه هم تر يو حده پخه شوي وي بيا دوي ته ښځه ، بچي ، او نور کورني ستونزې ور په ياد شي بيا نو کوښښ کوی چې څنګه ځان له دې اړيکې خلاص کړي.

په يو او بل بهانه په خپل اړيکه او رويه چې فرق راولي کوښښ کوي ځان د انجلي نه‌ لرې کړي .
انجونو اکثر د يو هلک نه واده تمه کوي غواړې ژوند ورسره جوړ کړي او په حلال نکاح يې کور ته ورشي خو تر ډېره دا دوي ته يو خيال پاتې شي ځينې بيا پکې له ژوند او هيلو ووځي ژوند ورته سراسر عذاب شي د ژورخفګان ښکار شي او ځيني بيا پکې تر مرګ هم ځان ورسوي .

دا ټول د يو اړيکي پايله شي چې د انترنت يا موبايل په واسطه جوړه شوي يې .
شروع‌ يې کوم شناخت وي بيا ملګرتیا شي او وروسته هم چاته وصال او چاته پدې دنیا عذاب شي

په اوسنی وخت ډيره کمه کچه انجوني او هلکان له داسې اړيکو لري دی نور ټول پرې اخته دی نړۍ موږ ته تکنالوژي د اصلي علوم په نيت راوړ نوم يې ورته تکنالوژي پرمختګ وکړ خو اصل کې ځوانان پري تباه کړه ، دلته موږ هم ملامت يو چې سالمه او مثبت ګټه مو ترې وا نخيست يوازي مو ځانونه پرې تباه کړ ، يا هم د آزار ګټلو له پاره وسيله کړ .

زه به يې صرف توصیه په شکل دواړو جنسونو ته وايم!

نارينه په افغاني ټولنه کې بيا په خاص ډول په پښتانو کې‌ يو خاص قدرت څخه برخمن دې دوي ته ډيره توجو ورکول کيږی نسبت انجونو ته که حق دی تعليم وي نو لومړی نارينه ته ورکوي او که حق د خوښي وي بيا يې هم نارينه ته ورکوي دلته نو ټولنه يو مرد سالاره ټولنه ده چيرته چې تر ښه خوارک نيولي ان تر واده او نورو فيصلو ورته ډير حق ورکول کيږي

لومړي خو داسې اړيکي مه ساتئ ځان ترې لري وساتي هر‌ کله‌ چې داسې څه ذهن ته درځي نو اول مو خور او لور ته فکر وکړي ، بيا که کوي هم د يو چا ژوند مینه او احساس ته په سپک نظر مه ګورئ .
تاسو څوک خوښوي په هر حال يې خوښ کړي خپل انساني کوښښ يې لاسته راوړلو له پاره وکړئ ، خپلو خبرو وعدو ته وفادار پاتي شي ، له شروع وړاندي يې انجام ته فکر وکړي د‌يو انجلي لاس مه نيسي چې بيا يې نيسي نو بيا پري غيرت هم وکړي په حلال نکاح يې د‌کور بي بی کړي نه دی ساعتېري وسيله ، واده شوي ژوند ، اولادونو ، اقتصادي ستونزو ، رسم او رواج يا مو کورني خوښي ته د اړيکي له پيل نه مخکي فکر وکړي
چې کله ښه يو انسان زړه وګټي خبره له حد واړوي بيا نو دا خبري مکوي چې ماسره کور نه منې زما واده شوي يا زه اقتصادي ستونزي لرم ، ته چې دا هر څه لری بيا نو ولې د يو چا ژوند ته ننوزي بيا ولې د‌يو چا له احساساتو سره لوبه کوي ، که ته ريښتیا هم دا هر څه لری نو ولې د اړيکي په پيل کې درته یاد نه وي .

هغه دری ژبي يو متل ده وايې ؛
(لومړي د فکر و نکړ اوس يې ذکر مکوه )
چې تا لومړي خپل ستونزو او کورني ته فکر نه دی کړي اوس نو د يو چا د احساس په وړاندي خپل کورني ستونزې مه راوړه ځکه ته څوک خوښوي په هغه کې کورني نه وه اوس چې پریږدې يا ترې ستړي شوي اوس کورني بهانه کوي يا ورته نوري خبرې .

او انجوني دې هم پر چا دومره ځان نه تړي چې آخری حد يې ځان وژنې ته فکر کول يې ، تاسو په داسې چا باور مکوي چې خبره يې یو نه وي يا يې شاه او مخ نه معلومیږي ، تل دا ياد ساتي يو سړي چې خپل ښځي ته فادار نشو هغه تاسو ته هم کله نشي وفادار کيده هغه چې ښځي سره خيانت کوي تاسو ته راځي داسې تاسو ته خيانت کوي نورو ته ورځي .
په هغو باور وکړي چې پوهيږی ستاسو تر څنګ ديو واقعي مرد په څير ولاړ دئ په هغه چا باور وکړې چې تر هر څه ډيره ورته ستاسو مینه ، عزت او احساس ورته ارزښت لري .
اکثر انجوني چې دوکه وخوري بيا له ژوند بيزار شي ، له اصلي ژوند لا په سر شي باورکولو همت يې نه وي پاتي هغوي ته به دا وايم چې !

«په هر چا باور کول خوشي باوري ده خو په هيچا هم باور نه کول حماقت ده »
په داسې چا باور وکړي چې پوهيږی ستاسو او ستاسو د‌کورني شان سره برابر ده
داسې د يو ميسچ او زنګ ياران مو په روغ ميدان پریږدې او درنه ځي شاته به وهم ګوري چې مړه ياست يا ژوندي .

والدينو ته هم پکار ده چې په خپلو اولادونو پوره پام وساتي خپل اولاد دی ته نه اړه کوي چې د يو پردي شخص نه د‌مينې تمه وکړي .
ستاسو بی توجي اولاد له تعليم سره له ادب او تربيې هم وباسي .‌
خپلو لورګانو ته دومره مينه وکړي چې د‌ عاطفي له اړخ چاته ځان ټيټ نکړي
او زامن مو داسې تربيه کړي چې د هر چا په عزت خپل عزت وګوري .
ستاسو تربيه ستاسو د اولادونو په عمل کې ښکاري.
له خداي هغه وخت اولاد وغواړي کله چې پوي شوي چې ښه مور او پلار ثابت کيداي شي کنه د نسل زياتوالي په نوم خو ځناور هم اولاد زیږوي .

کابل۲۴ یو خپلواک خبري اژانس دی، چې له افغانستان، سیمې او نړۍ څخه ۲۴ ساعته تازه خبرونه تاسو ته وړاندي کوي. کابل۲۴ د تازه خبرونو، راپورونو او مسلکي شننو په وړاندې کولو سره، د ټولو افغانانو او په ځانګړې توګه مېرمنو او قومي لږکیو بشري حقونو ته ژمن او د بنسټیزو انساني ازادیو د ودې او پرمختګ په موخه کار کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *