افغانستان بانک؛ پر بانکي سیستم بندیزونو د افغانستان اقتصاد اغېزمن کړی

د افغانستان بانک؛ پر بانکي سیستم بندیزونو د افغانستان اقتصاد اغېزمن کړی

د افغانستان بانک مشر هدایت الله بدري وايي، د افغانستان‌ پر بانکي سیستم بندیزونو د دغه هېواد اقتصاد ځپلی دی.

د کابل۲۴ د راپور پر اساس، ښاغلي بدري د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو سره په خبرو کې ویلي “د افغانستان د بانکوالۍ پر سکتور وضع شویو بندیزونو د افغانستان پر اقتصاد منفي اغېز کړ او دې محدودیتونو نړیوالو مالي سیستمونو ته د افغان بانکونو لاسرسی له خنډ سره مخ کړی دی، دا محدودیتونه د مالي انزوا لامل شوي، د افغانستان د اقتصادي پرمختګ مخه یې نیولې ده او خلک یې له ستونزو سره مخ کړي دي.”

د افغانستان بانک له خوا په یوه خپاره شوي خبر کې راغلي، د دغه بانک مشر له نړیوالو مالي او بانکي بنسټونو سره پر ګډې همکارۍ هم ټينګار کړی دی.

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې، د افغانستان شاخوا ۹ ملیارده ډالره شتمني په امریکا او نورو هېوادونو کې کنګل شوې ده.

د افغانستان بانک سرپرست مشر د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان له ځانګړي همغږي کوونکي د دې زیرمو په خلاصون کې د ملګرو ملتونو د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

وړاندې تر دې د امریکا حکومت ویلي وو، د سویس له حکومت او یو شمېر افغان اقتصاد پوهانو سره یې په ګډه یو نوی فنډ یا صندوق جوړ کړی دی، چې د سویس د (بي ای ایس) بانک سره به بانکي حساب ولري.

د امریکا حکومت ویلي، په دې صندوق کې ساتل شوې شتمني به د عامو افغانانو د خیر ښېګڼې او د افغان دولت د نړیوالو پورونو هوارولو لپاره لګول کېږي، خو د طالبانو حکومت به ورته مخامخ لاسرسی ونلري.

هغه مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو، په راتلونکي کې به د افغانستان هغه شتمنۍ هم دغه صندوق ته لېږدول کېږي، چې له امریکا بهر نورو هېوادونو کې کنګل شوې دي.

واک ته له رسېدو راهیسې په افغانستان کې د طالبانو حکومت په وار وار په ټينګار سره له امریکا او نړیوالو غوښتي، چې د افغانستان ټولې کنګل شوې شتمنۍ ازادې او دغه بانک ته وسپارل شي.

تر دې وړاندې عامو افغانانو، سوداګرو او د شرکتونو خاوندانو په وار وار د خپلو بانکي حسابونو د پیسو پر ایستلو له لګېدلي محدویت شکایت کړی دی.

سوداګر وایي دغه محدویت یې په کور دننه کاروبار او بهرنۍ سوداګري اغېزمنه کړې، هغه خبر چې اوس د افغانستان بانک مشر د ملګرو ملتونو استازي ته هم کړې ده.

کابل۲۴ یو خپلواک خبري اژانس دی، چې له افغانستان، سیمې او نړۍ څخه ۲۴ ساعته تازه خبرونه تاسو ته وړاندي کوي. کابل۲۴ د تازه خبرونو، راپورونو او مسلکي شننو په وړاندې کولو سره، د ټولو افغانانو او په ځانګړې توګه مېرمنو او قومي لږکیو بشري حقونو ته ژمن او د بنسټیزو انساني ازادیو د ودې او پرمختګ په موخه کار کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *