پاکستان ته د ترکمنستان د سون توکو د ترانزیټ طرحه منظوره شوه

پاکستان ته د ترکمنستان د سون توکو د ترانزیټ طرحه منظوره شوه
د ریاست الوزرا د اقتصادي معاونیت له لوري، د افغانستان له لارې پاکستان ته د ترکمنستان د ګازو او نفتي مواد د ترانزیټ طرحه په ازماېښتي ډول منظور شوه.
اقتصادي معاونیت په یو لړ ټویټونو کې لیکلي چې د افغانستان له لارې له مرکزي اسیا سوېلي اسیا ته د ګازو او نفتي توکو له ترانزیټ سره به د هېواد د عوایدو کچه لوړه او د هېواد ټرانسپورټي سکټور به پراختیا ومومي.
ورته مهال د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، دغه طرحه د اقتصادي پراختیا او ترانزیټ برخې د پیاوړتیا په موخه چمتو شوې او ورسره له مرکزي اسیا، سوېلي اسیا ته د ګازو او نفتي موادو د ټرانزیټ په برخه کې د پام وړ اسانتیاوې برابروي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونه بیا وايي، د افغانستان د سوداګرۍ د ودې لپاره اړتیا ده چې د سیمې له هېوادونو سره د ترانزیټ په برخه کې نورې اسانتیاوې هم برابرې شي.
کابل۲۴ یو خپلواک خبري اژانس دی، چې له افغانستان، سیمې او نړۍ څخه ۲۴ ساعته تازه خبرونه تاسو ته وړاندي کوي. کابل۲۴ د تازه خبرونو، راپورونو او مسلکي شننو په وړاندې کولو سره، د ټولو افغانانو او په ځانګړې توګه مېرمنو او قومي لږکیو بشري حقونو ته ژمن او د بنسټیزو انساني ازادیو د ودې او پرمختګ په موخه کار کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *