د سینګارتونونو د تړلو پرېکړه او اندېښنې؛ “که سینګارتون وتړل شي، اولادونه مې وږي پاتې کېږي”

شمله “که سینګارتون وتړل شي، اولادونه مې وږي پاتې کېږي”

“ډېره راته سخته ده، زما د ګټې وټې همدا یوه لار وه، مېړه مې مړ شوی او زه مې د خپلو اولادونو یوازینۍ سرپرسته یم. همدا اوس چې تاسو سره غږېږم په ځان نه پوهېږم چې د پوښتنو په ځواب کې مو څه وایم. د دې پرېکړې په اورېدو مې فکر ډېر پرېشانه دی.”

دا د هغې ۶۵ کلنې ارایشګرې خبرې دي،‌ چې شاوخوا ۴۰ کاله یې د ارایشګرې (سینګار کوونکې) په توګه کار کړی او اوس په کابل کې د یوه سینګارتون مشره ده.

شملې رسنیو ته ویلي، د طالبانو د حکومت امر بالمعروف له خوا ورته د فعالیت د بندولو امر شوی او ورته ویلي یې دي،‌ چې تر “راتلونکې یوې میاشتې به یې ښاروالۍ د فعالیت جوازونه ختم کړي.”

دا وايي، د طالبانو وروستۍ پرېکړه ورته د ښځو د “ژوندي خښولو” په مانا دي.

د شملې په باور، د طالبانو حکومت په راتګ سره د ښځو ارزښت او انساني کرامت تر پښتو لاندې شوی او ورځ بلې ته پرې ژوند سختېږي.

خو د طالبانو چارواکي بیا تل وايي، د شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقونو ته ژمن دي.

د هغې په ټکو “هېڅ څه نه شو کولی، هېڅ هیله نه ده راپاتې، بس هیله مو خدای ته ده، ورځ په ورځ ښځې تر پښو لاندې کېږي او بندیزونه پرې لګوي، خو هېڅ څوک نشته چې پوښتنه یې وکړي.”

د طالبانو حکومت امر بالمعروف وزارت هم بي بي سي ته منلې، چې پرون دوشنبه د جولای میاشتې پر درېیمه یې افغانستان کې ټولو سینګارتونونو ته یوه میاشت کې د تړلو امر کړی دی.

د دغه وزارت ویاند محمد صادق عاکف بي‌ بي سي ته په یوه استول شوي پیغام کې ویلي، له “پرون دوشنبې” یې د راتلونکې اګست میاشتې تر درېیمې نېټې یوه میاشت وخت ورکړی چې افغانستان کې ټول سینګارتونونه خپل فعالیت بند کړي.

شمله وايي، دغه سنګارتون یې، چې کابل کې یې کلونه فعالیت کړی، لس ښځینه کارمنانې لري او هره یوه یې د خپلې کورنۍ یوازینۍ نفقه ګتونکې ده.

هغه د طالبانو له دې پرېکړې وروسته د خپلې هرې کار کوونکې راتلونکې ته اندېښمنه ده.

“ټولې راته ژاړي، کله چې زه د دوی خپګان وینم، ځان او خپل خپګان رانه هېر شي.”

اسما (اړول شوی نوم) د شملې له کارمنانو یوه ده چې دلته یې د خوندیتوب لپاره خپل نوم نه یادوو.

اسما د درېیو اولادونو مور ده، چې مېړه یې د پرځېدلي جمهویت پر مهال د دفاع وزارت کارکوونکی و او پر واګو د طالبانو له ولکې وروسته په کور ناستې ته اړ شوی دی.

دا وايي، “ډېره سخته ده، هر څومره چې فکر وکړم نه پوهېږم چې له دې وروسته به څه کوو، ښځې په کور کېنول کېږي او سړیو ته کار نشته. که ارایشګاه وتړل شي اولادونه مې وږي پاتې کېږي.”

دولس کاله کېږي چې اسما په دغه سینګارتون کې کار کوي. نوموړې وايي، د دولسم ټولګي له فراغت وروسته یې د اقتصادي ستونزو له امله پوهنتون و نه شو لوستلای او اړه شوه چې په سینګارتون کې لومړی شاګردي وکړي او له زدکړې وروسته بیا د معاش په بدل کې کار ورسره پیل کړي.

نوموړې زیاتوي: “درې ماشومان مې دي، دلته په کار کولو سره مې د خپلې مور کورنۍ لاسنیوی هم کاوه، دوه وروڼه مې دي، دواړه په کور شول او پلار مې سپین ږیری دی.”

د طالبانو له دې تازه بندیز وروسته به د اسما په څېر سلګونه او ښايي آن زرګونه نورې ښځې هم په کور کېني او ګڼې کورنۍ به د خپلې روزۍ یوازینۍ سرچینه هم له لاسه ورکړي.

کابل۲۴ یو خپلواک خبري اژانس دی، چې له افغانستان، سیمې او نړۍ څخه ۲۴ ساعته تازه خبرونه تاسو ته وړاندي کوي. کابل۲۴ د تازه خبرونو، راپورونو او مسلکي شننو په وړاندې کولو سره، د ټولو افغانانو او په ځانګړې توګه مېرمنو او قومي لږکیو بشري حقونو ته ژمن او د بنسټیزو انساني ازادیو د ودې او پرمختګ په موخه کار کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *