کابل۲۴ یو خپلواک خبري اژانس دی، چې له افغانستان، سیمې او نړۍ څخه ۲۴ ساعته تازه خبرونه تاسو ته وړاندي کوي. کابل۲۴ د تازه خبرونو، راپورونو او مسلکي شننو په وړاندې کولو سره، د ټولو افغانانو او په ځانګړې توګه مېرمنو او قومي لږکیو بشري حقونو ته ژمن او د بنسټیزو انساني ازادیو د ودې او پرمختګ په موخه کار کوي.

ډېکسن: بریتانیا له سرپرست حکومت سره د مثبت تعامل غوښتونکې ده

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د افغانستان لپاره د بریتانیا له شارژدافیر رابرټ چټېرټون ډېکسن او مل پلاوي سره کتلي دي. د کابل۲۴ د راپور پر اساس، په دې کتنه کې د برېتانیا شارژدافیر د افغانستان او بریتانیې ترمنځ د اړیکو رغولو پر اړتیا او دې برخې ته د بریتانیا

Read More

د سینګارتونونو د تړلو پرېکړه او اندېښنې؛ “که سینګارتون وتړل شي، اولادونه مې وږي پاتې کېږي”

شمله “که سینګارتون وتړل شي، اولادونه مې وږي پاتې کېږي” “ډېره راته سخته ده، زما د ګټې وټې همدا یوه لار وه، مېړه مې مړ شوی او زه مې د خپلو اولادونو یوازینۍ سرپرسته یم. همدا اوس چې تاسو سره غږېږم په ځان نه پوهېږم چې د پوښتنو په ځواب

Read More

ملګرو ملتونو د افغانستان له پاره خپل دوه کلن نوی ستراتیژیک چوکاټ اعلان کړ

وروسته له یو لړ بې پایلو فشارونو چې ملګرو ملتونو د طالبانو پر حکومت راوستل چې په خپلو تګلارو کې نرمښت راولي، اوس یې تر راتلونکو دوو کلونو خپل ستراتیژیک چوکاټ وړاندې کړ. دغه سازمان د اعلامیې په خپرولو وایي نوي تکل یې د افغانانو لومړنۍ بشري اړتیاوې په پام

Read More

شینکۍ کړوخېل: ځیني سنتي مشران فکر کوي چې ښځې د تعليم حق نه لري

د ولسي جرګې پخوانۍ غړې شینکۍ کړوخېل وایي، ځیني سنتي مشران نه غواړي نجونو ته د زده‌کړو اجازه ورکړل شي، خو قومي مشران او ځوانان دې له چارواکو سره په دې اړه خبرې وکړي. د کابل۲۴ د راپور پر اساس، د ولسي جرګې پخوانۍ غړې او په کاناډا کې د

Read More

افغانستان کې سېلابونه: په تېرو څلورو ورځو کې ۷ کسان مړه شوي

د افغانستان په ځینو سیمو کې په تېرو څو ورځو کې له بارانونو سره هممهاله سېلابونه راووتل چې له امله یې خلکو ته د سر او مال تاوانونه اړولي دي. د کابل۲۴ د راپور پر اساس، په افغانستان کې د طالبانو په حکومت کې له طبیعي پېښو سره د مبارزې

Read More

افغان ښځې: حکومت دې زموږ پر زده‌کړو او کار محدودیتونه لرې کړي

ذاهد صمدزی له تېرو نږدې دوو کلونو راهیسې افغان نجونې او مېرمنې له بېلابېلو محدودیتونو سره مخ دي او له زده‌کړو او کار څخه راګرځول شوي دي. د کابل۲۴ د راپور پر اساس، یو‌شمېر هغه ښځې چې خپلې دندې یې له لاسه ورکړي او کورناستي ته اړ شوي، سلام‌وطندار ته

Read More

پاکستان د پیسو له نړیوال صندوق سره د ۳ میلیارده ډالرو پور هوکړه کړې

اقتصادي کړکېچ ځپلي پاکستان د پیسو نړیوال وجهي صندوق (ای اېم اېف) سره د کارکوونکو په کچه د درې میلیارده ډالرو ملاتړ هوکړې ته رسیدلی دی. د کابل۲۴ د راپور پر اساس، دا موافقه تر اتو میاشتو ځنډ وروسته شوې، چې لا هم د نړیوال پور ورکوونکي بورډ لخوا تصویب

Read More

سويډن کې د اختر پر ورځ د قرآن کريم سوځول د اسلامي هېوادونو له خوا غندل شوي

د نړۍ په کچه بېلابېلو مسلمانو هېوادونو د سويډن پلازمېنه سټاکهوم کې د يوه شخص له خوا د قرآن کريم د نسخې سوځولو پېښه په کلکه غندلې ده. پېښه چهارشنبې د لوی اختر پر لومړۍ ورځ د سټاکهوم جومات مخې ته رامنځ ته شوه. د قرآن کريم د سوځولو پېښه

Read More

هبت الله اخوندزاده: پر بشپړو شرعي قوانینو کار روان دی، اوسنی امنیت ‘جبري’ نه دی

د طالبانو مشر مولوي هبت الله اخوندزاده کندهار کې د لوی اختر د لمانځه پر مهال د شریعت پر تطبیق ټینګار وکړ او خلکو ته یې د ښه ژوند برابرول، د عدالت تامینول او د اسلامي احکامو پلي کول خپل مسوولیت وباله. نوموړي په خپله وینا کې، چې د افغانستان

Read More

یوناما: “افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې څه باندې ۱۰۰۰ ولسي وګړي وژل شوي”

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) په خپل یوه تازه رپوټ کې ویلي، که څه هم پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې ملکي مرګژوبله پام وړ کمه شوې، خو بیا هم د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې د ۲۰۲۳ کال د مې تر ۳۰مې

Read More

محمد اشرف غني: په سیاسي ډګر کې له ‘جنګسالارانو’ سره یو ګام پورته کولو ته هم چمتو نه یم

د افغانستان د پرځول شوي جمهوریت مخکينی ولسمشر محمد اشرف غني وايي “د افغانستان په سیاسي ډګر کې له جنګسالارانو سره یو ګام پورته کولو ته” هم چمتو نه دی. د کابل۲۴ د راپور پر اساس، نوموړي د لوی اختر په مناسبت خپاره شوي پیغام کې ویلي، چې د “جنګسالارانو”

Read More

پاکستان ته د ترکمنستان د سون توکو د ترانزیټ طرحه منظوره شوه

پاکستان ته د ترکمنستان د سون توکو د ترانزیټ طرحه منظوره شوه د ریاست الوزرا د اقتصادي معاونیت له لوري، د افغانستان له لارې پاکستان ته د ترکمنستان د ګازو او نفتي مواد د ترانزیټ طرحه په ازماېښتي ډول منظور شوه. اقتصادي معاونیت په یو لړ ټویټونو کې لیکلي چې

Read More