د افغانستان او سرېلانکا کرکیټ سیالیو په لومړۍ لوبه کې د افغان لوبډلې بریا

افغانستان د ابراهیم او رحمت شاه په خورا ښې ملګرتیا له شري لنکا لومړۍ یو ورځنۍ لوبه په اسانه وګټله
کابل۲۴: افغانستان د شري لنکا د ۲۶۹ منډو هدف یواځې د څلورو لوبغاړو په اوټیدو داسې مهال پوره کړ چې لا د لوبې ۱۹ بالونه پاتې وه.

دا په یو ورځنیو لوبو کې دویم لوی هدف و چې افغانستان یې په ترلاسه کولو بریالی شو.

د دریو لوبو د لوبلړۍ په دې لومړۍ بریا کې د ابراهیم ځدراڼ او رحمت شاه زرمتي ونډه له ورایه جوته وه.

ابراهیم ځدراڼ چې له رحمن الله ګربز سره د لوبې پیل ته راوتلی و ۹۸ ارزښتناکه منډې وکړې خو لکه د شري لنکايي چارېت اسالنکا په څير یې سلیزه بشپړه نکړه او کېچ اوټ شو.

وروسته دی د دې مهمو منډو له کبله د ننۍ لوبې غوره لوبغاړی هم ونومول شو.

رحمت شاه له ده سره د ملګرتیا او منډو مخکې وړلو لپاره ورو لوبه غوره کړې وه او په ۸۰ بالونو یې ۵۵ ارزښتناکه منډې جوړې کړې.

افغان لوبغاړي چې تر ډېره پرې د توپ وهنې برخه کې نېوکې کیږي له شري لنکا سره په ننۍ سیالۍ کې په کسماري ډول ښه وځلیدل.

د دوی دواړو له سوځیدو وروسته لوبډلمشر حشمت الله شهیدي ۳۸ منډې چوړې کړې او محمد نبي هم په ۲۷ ناسوځیدلو منډو تر بریا ولاړ و.

د بریا لپاره وروستۍ رنځ نجیب الله ځدراڼ وکړ او داسې مهال چې افغان خوا یوازې څلور لوبغاړي سوځيدلي و له شري لنکا یې دا لومړۍ لوبه وګټله.

د شري لنکا لخوا راجیتها په لسو اورونو کې دوه افغان لوبغاړي وسوځول.

له دې بریا سره که افغانستان یوه بله لوبه وګټي لوبلړۍ به هم په خپل نوم کړي، له دې وړاندې تېره نومبر میاشت کې د دواړو هېوادونو تر منځ د دریو لوبو لوبلړۍ یوه یوه برابره تمامه شوې وه.

شري لنکا په پنځوس اورونو کې د خپلو ټولو لس لوبغاړو په سوځېدو افغانستان ته د ۲۶۹ منډو هدف ایښی و.

د دې لوبې پچه افغان لوبډلمشر حشمت الله شهیدي ګټلې وه او لومړۍ یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

د افغانستان او شري لنکا تر منځ د کرېکټ درېیو یوه ورځنیو لوبو د لړۍ لومړنۍ دا لوبه د شري لنکا په همبانتوتا سیمه کې وشوه.

کوربه شري لنکا په احتیاط لوبه پیل کړه او په لومړیو لسو اورونو کې یې د دوو لوبغاړو په سوځېدو ۴۴ منډې جوړې کړې.

د افغانستان له لوري لومړۍ وېکټه چټک توپ اچونکي فضل حق فاروقي واخیسته او ورپسې دا لړۍ وغځېده.

د شري لنکا له لوري تر ټولو ډېرې منډې چارېت اسالنکا وکړې خو د لوبې په وروستیو کې د رحمان الله ګربز لخوا په ۹۱ منډو د منډې جوړولو پر مهال وسوځېد او سلیزه یې بشپړه نه شوه کړای.

په نورو لوبغاړو کې دې سېلویا ۵۱ او هېمانتها ۲۲ منډې جوړې کړې.

د افغانستان له لوري چټکو توپ اچونکو فضل حق فاروقي او فرید احمد دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

محمد نبي په ۷، مجیب الرحمان په لسو، عظمت الله عمرزی په ۸ او نور احمد هم په اتو اورونو کې په یوه یوه وېکټه اخیستلو بریالي شول.

د شري لنکا درېیمه، څلورمه او پنځمه وېکټه وساتل شوه او لوبغاړي تر ډېره په منډو جوړولو بریالي شول او له څلوېښتم اوره یې پنځه لوبغاړي اوټ شوي وو.

خو په وروستیو لسو اورونو کې یې پاتې پنځه وېکټې هم له لاسه ورکړې او افغانستان ته یې د ۲۶۹ منډو هدف کېښود.

راشد خان په دغې سیالۍ کې نه و او کرېکټ بورډ وار له مخه اعلان کړی دی چې نوموړی به په ملا کې د درد له کبله په لومړیو دوو نړیوالو پنځوس اوریزو لوبو کې نه وي.

افغانستان او شري لنکا دواړو ته دا سیالۍ د راتلونکي نړیوال جام چمتوالي په موخه مهمې دي.

افغانستان وار له مخه په هند کې کېدونکي نړیوال جام ته لار پیدا کړې ده خو شري لنکا به د غوراوي سیالیو له لارې ځان ور رسوي.

کابل۲۴ یو خپلواک خبري اژانس دی، چې له افغانستان، سیمې او نړۍ څخه ۲۴ ساعته تازه خبرونه تاسو ته وړاندي کوي. کابل۲۴ د تازه خبرونو، راپورونو او مسلکي شننو په وړاندې کولو سره، د ټولو افغانانو او په ځانګړې توګه مېرمنو او قومي لږکیو بشري حقونو ته ژمن او د بنسټیزو انساني ازادیو د ودې او پرمختګ په موخه کار کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *