About us

کابل 24: له ورځنیو پېښو څخه د انعکاس تازه کړکۍ!

کابل ٢٤ یو خپلواک خبري اژانس دی، چې تاسو د ورځې ٢٤ ساعته د افغانستان او نړۍ له ورستیو پېښو خبروي.

کابل ۲۴ یو خپلواک خبري اژانس دی، چې له افغانستان، سیمې او نړۍ څخه ۲۴ ساعته تازه خبرونه تر تاسو رسوي.

کابل ۲۴ د تازه خبرونو، راپورونو او مسلکي شننو په وړاندې کولو سره، د ټولو افغانانو او په ځانګړې توګه مېرمنو او قومي لږکیو بشري حقونو ته ژمن او د بنسټیزو انساني ازادیو د ودې او پرمختګ په موخه کار کوي.

دغه رسنۍ په داسې حال کې خپل رسمي فعالیت پیلوي چې په هېواد کې له سیاسي بدلونونو او دلته د فعال رسنیز سیسټم له خوندیتوب څخه د نړیوالو بنسټونو مسوولانه ملاتړ له بندېدو سره هم مهاله، په افغانستان کې د رسنیز تدریجي زوال ته مټې رانغښتل شوي.

په ورته وخت کې، کابل 24 هڅه کوي چې یوې خپلواکې رسنۍ په توګه، تلپاتې، ګټور او اغیزمن فعالیتونه تر سره کړي او د رسمي جواز په درلودلو سره د هیواد د واکمنو قوانینو په رڼا کې خپلواک او د افغانستان د ټولو پرګنو او توکمونو ملي ګټو او ګډو ارزښتونو ته ژمن پاتي شي.

کابل 24 د خپلو مالي سرچینو د برابرولو لپاره، د امتیاز څښتن په شخصي بودیجه، سوداګریزو اعلانونو په خپرولو، عامه مرستو او د ملي سوداګرو په مالي ملاتړ فعالیت کوي او په کوم بهرني هیواد او سازمان پورې تړاو نلري.

کابل ۲۴ د لیکوالو، کارپوهانو او ولسي ژورنالیستانو د لیکنو، تحلیلونو او ځانګړو فعالیتونو هرکلی کوي؛ مګر د دوی لخوا د چمتو شویو مطالبو د  منځپانګې قانوني مسؤلیت نه مني.

کابل ۲۴ د ورسپارل شویو مطالبو د اصلاح او سمونې واک لري او له دې لارې خپرېدونکې ټول مطالب به د لیکلنیزو اصولو او خپلو نشراتي قوانینو پر اساس چمتو او له هغه وروسته له خپلې مخپاڼې خپروي.

تاسو کولای شئ د کابل ۲۴ خپرونې د فیسبوک، ټویټر او ټلګرام په لاندې پتو درسره وڅارئ .

 

درانه لیدونکي همدا راز کولای شي له مونږ سره د همکارۍ او ملاتړ په موخه د کابل ۲۴ ځانګړي ایمیل ادرس ته مراجعه وکړي.