افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازې: د طالبانو حکومت بنديزونه د دوی د ‘مشروعيت’ مخه نيسي

افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازې: د طالبانو حکومت بنديزونه د دوی د ‘مشروعيت’ مخه نيسي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان پر وضعیت پرانیستې غونډه وکړه چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (یوناما) مشرې روزا اوتونبايوا تر څنګ د امنيت شورا غړو په کې خبرې وکړې.

د کابل۲۴ د راپور پر اساس، افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتونبايوا د امنيت شورا غونډې ته وويل، “طالبان د ملګرو ملتونو او د هغې د غړو هېوادونو له خوا د رسمیت پېژندلو غوښتنه کوي خو په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو په منشور کې د راغلو مهمو ارزښتونو څخه سړغړونه کوي.”

نوموړې زياته کړه، دوی طالب چارواکو ته دا پيغام رسولی چې په “ځانګړې توګه د ښځو او نجونو پر وړاندې محدوديتونه دا ناشونې کوي چې د دوی حکومت د نړيوالې ټولنې د غړو له خوا په رسميت وپېژندل شي. “

د ښځو پر وړاندې د طالبانو د بندیزونو او نورو محدودیتونو په یادولو سره اغلې اوتونبايوا وویل، دغه محدودیتونه په اقتصادي، ټولنیز او عامه ژوند کې د ښځو ونډه محدودوي. له طالب چارواکو يې وغوښتل چې دا بنديزونه لېرې کړي ترڅو ملګري ملتونه وکولی شي د افغانستان له خلکو سره خپل بشپړ ملاتړ ته دوام ورکړي.

نوموړې همدا راز زياته کړه چې د طالبانو حکومت له خوا پر ښځو بنديزونه د دوی [طالبانو حکومت] ځينې مثتې لاسته راوړنې پټوي، چې يوه یې د” ترياکو پر کښت بنديز دی چې د هېواد په ډېری برخو کې په اغېزناک ډول پلی شوی” او د لومړنيو راپورونو له مخې په کښت کې د “پام وړ کموالی” راغلی دی.

خو ټینګار يې وکړ چې بسپنه ورکوونکي باید د کوکنارو د بدیل کښت لپاره د کروندګرو سره د مرستې لپاره پروګرامونه په پام کې ونیسي.

اغلې روزا اوتونبايوا په افغانستان کې د طالبانو له خوا په دې وروستيو کې په موسسو کې د ښځو پر کار بنديز ته هم اشاره وکړه او “زياته يې کړه موږ ته د دې بنديز په اړه هېڅ توضيحات نه دي راکړل شوي او د بنديز د لرې کېدو هېڅ ډاډ هم نه دی راکړل شوی. “

اغلې اتونبایوا وویل، “د ځینو طالب چارواکو هغه وړاندیز يې رد کړی چې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د سیمه ییزو ښځینه کارکوونکو پر ځای نارینه وګومارل شي. “

نوموړې وويل، افغانستان په ۱۹۴۶ کې د ملګرو ملتونو غړيتوب ترلاسه کړی او د طالبانو حکومت باید پوه شي چې د دغه سازمان د منشور له اصولو سره سم عمل ته ژمن دي.

اغلې اتونبایوا وويل، “د مکلفيتونو له جملې د ملګرو ملتونو او د هغو د کارکوونکو بنسټيزو حقونو او خونديتوبونو ته درناوى دى، د افغان ښځو په ګډون چې زموږ لپاره کار کوي.”

نوموړې د بېلابېلو نړیوالو سازمانونو نوي راپورونو ته هم اشاره وکړه، چې په دې وروستیو کې خپره شوي او، پر افغان مېرمنو د دې بندیزونو فزیکي او رواني اغېزې په کې مستندې شوې دي.

نژدې دوه کاله وړاندې طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته په تدریج په نجونو او ښځو د کار او زدکړې برخه کې د فعالانو په وینا ملا ماتوونکي بندیزونه لګولي دي. له شپږم ټولګې پورته او په پوهنتون کې ترې د زدکړې حق اخیستل شوی او دولتي او نادولتي ادارو آن د ملګرو ملتونو اړونده څانګو کې د کار اجازه نه لري.

کابل۲۴ یو خپلواک خبري اژانس دی، چې له افغانستان، سیمې او نړۍ څخه ۲۴ ساعته تازه خبرونه تاسو ته وړاندي کوي. کابل۲۴ د تازه خبرونو، راپورونو او مسلکي شننو په وړاندې کولو سره، د ټولو افغانانو او په ځانګړې توګه مېرمنو او قومي لږکیو بشري حقونو ته ژمن او د بنسټیزو انساني ازادیو د ودې او پرمختګ په موخه کار کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *