د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول زرداري بوټو وايي، په افغانستان کې د طالبانو حکومت دې د نړیوالو ټولنې غوښتنو ته مثبت ځواب ورکړي.
د کابل۲۴ د راپور پر اساس، نوموړي په اسلام اباد کې د ستراتیژیکو مطالعاتو په یوه مرکز کې د خبرو پر مهال وویل، “افغان چارسمبالي واکمن دې، د ټولګډوني حکومت، بشري حقونو ته د درناوي او د اورپکۍ پرضد مبارزې په اړه د نړیوالې ټولنې غوښتنو ته ځواب ووايي.”
د طالبانو استازو په دوحه کې له امریکا سره د خبرو پرمهال ژمنه کړې وه چې له نورو افغانانو سره د خبرو په پایله کې به حکومت جوړوي. خو د ۲۰۲۱ کال له اګست وروسته، طالبانو د خپلې خوښې حکومت اعلان کړ.
د افغانستان د ګاونډیانو په ګډون نړیواله ټولنه له طالبانو غواړي داسې حکومت جوړ کړي چې د ټولو افغانانو استازولي وکړي. د طالبانو له حکومته دا غوښتنه هم کېږي چې په دغه هېواد د ښځو د زدکړو او کار په ګډون بشري حقونو ته درناوی وکړي.
پر طالبانو نيوکه کېږي چې د حکومت په کابینه کې یې له یوې مخې ټول د یوه فکر او یوې ډلې خلک ګومارلي او ښځو ته یې په کې هېڅ ځای نه دی ورکړی.
اوس نژدې دوه کاله کېږي چې د طالبانو حکومت هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی او یو مهم دلیل یې دا بلل کېږي چې نړیوال له طالبانو ټولګډونی حکومت او بشري حقونو ته درناوی غواړي.
خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بیا ټینګار کوي چې نړۍ دې له طالب واکمنو سره ‘ښکېله پاتې شي.”
دوه ورځې وړاندې د طالبانو د حکومت دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد هم په یوه مرکه کې ویلي وو، پر دې خوښ نه دي چې نړیواله ټولنه یې په رسمیت نه پېژني.
خو د طالبانو د حکومت دغه لوړ پوړی چارواکي ټینګار کاوه، چې د ټولګډوني حکومت د جوړېدو په نوم “د بهرنیانو لاسوهنې” نه شي منلی.
ښاغلي مجاهد دا هم ویلي وو، “که چېرې موږ ته وخت راکول شي او دوام پیدا کړو، زه په دې عقیده یم چې په دې کې [حکومت] یوه تنوع راشي. او په مسلکي ځایونو کې مسلکي کسان وګومارل شي.”