د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، افغانستان یوه ټولګډونه حکومت ته اړتیا لري

لاوروف: افغانستان یوه ټولګډونه حکومت ته اړتیا لري

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي چې له نشه ‌يي توکو سره د مبارزې او د غیرقانوني کډوالۍ د مخینوي لپاره اړتیا ده چې په افغانستان کې ټول‌ګډونه حکومت رامنځته شي.

د کابل۲۴ د راپور پر اساس، لاوروف له خپل تاجکستاني سیال سره په ګډه خبري غونډه کې د افغانستان د وضعیت په اړه د روسیې د محرمانه پلانونو او سلا مشورو خبره کړې ده.

لاوروف وايي، چې د افغانستان د مسئلې په تړاو په جلا جلا چوکاټونو کې بېلابېل نړۍوال پلانونه لري، چې اوس دوی د افغانستان په تړاو د هوکړو د نهایي کولو او پلي کولو په حال کې دي.

د ټاس خبري آژنس د راپور له مخې، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په تاجکستان کې د روسیې له یوې پوځي اډې د لیدنې پرمهال ویلي چې واشنګټن له نورو وسله والو ډلو ملاتړ کوي او غواړي چې خپل نظامي تاسیسات بېرته د افغانستان ګاونډیو هېوادوانو ته ولېږدوي.

 

کابل۲۴ یو خپلواک خبري اژانس دی، چې له افغانستان، سیمې او نړۍ څخه ۲۴ ساعته تازه خبرونه تاسو ته وړاندي کوي. کابل۲۴ د تازه خبرونو، راپورونو او مسلکي شننو په وړاندې کولو سره، د ټولو افغانانو او په ځانګړې توګه مېرمنو او قومي لږکیو بشري حقونو ته ژمن او د بنسټیزو انساني ازادیو د ودې او پرمختګ په موخه کار کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *