د ملېشه ځواک ‘واګنر’ پر مشر د بغاوت تورونه؛ د مسکو لپاره امنیتي تدبیرونه زیات شوي

د ‘واګنر’ پر مشر د بغاوت تورونه؛ د مسکو لپاره امنیتي تدبیرونه زیات شوي
د کابل۲۴ د راپور پر اساس، له هغه وروسته چې په اوکرایین کې د جنګېدونکې اجیرې ملېشې ځواک واګنر ګروپ د مشر يېفګېني پریګوژین د روسیې د پوځ مشرتابه شیطاني وباله او ادعا يې وکړه چې د جنګیاليو پر یوه پنډغالي يې مرګونی برید کړی، روسي چارواکو يې پر ضد ګامونه اوچتول پیل کړل.

روسي چارواکو د هغه دا ادعا رد کړې چې ګنې پر جنګیالیو يې دوی برید کړی او له هغه يې غوښتي چې خپلې ناقانونه کړنې ودروي. مسکو د هغه د سرکشۍ په اړه پلټنې هم پیل کړې، په مسکو کې امنیتي تدابیر هم سخت شوي او د روسیې ولسمشرۍ ماڼۍ، کریملین ویلي ولسمشر پوتین وضعیت څاري.

يېفګيني پريګوژین خبرداری ورکړی چې هغه ټول به له منځه یوسي چې په مقابل کې يې درېږي, خو هغه د کودتا نیت لرل رد کړي. پر ټولنیزو رسنیو خپرې شوې یوه وېډیو کې يې مسکو د خپلو جنګیالیو په یوه پنډغالي په مرګوني برید کولو هم تورن کړی. نوموړي وویل:

“د دې لپاره چې څرنګه د خپل هېواد دفاع ته دوام ورکړو او دې ته حل لاره ومومو، موږ چمتو وو چې دفاع وزارت ته امتیازات ورکړو، خپلې وسلې وروسپارو. خو دا ناکاره خلک ارام نه شول. نن چې موږ مات شوي نه یو, نو دوی زموږ په شاته کمپونو راکټي بریدونه وکړل، زموږ زیات شمېر عسکر ووژل شول. موږ به پریکړه وکړو چې دغه ظلم ته څه ډول ځواب ووایو. بل ګام زموږ دی”.

ښاغلي پرېګوژین له دې وړاندې هم په یوه وېډيو کې ویلي وو چې پر اوکرایین د برید لپاره له روسیې سره هېڅ دلیل نه و او دا یرغل يې یو ناورین بللی و.

د روسیې پوځ پریګوژین په پراخه کچه غندلی. په اوکرایین کې د روسیې د ځواکونو مرستیال جنرال سرګي سوروویکین ویلي چې پریګوژین د دښمن په لاس کې لوبېږي. هغه ویلي چې وړاندې له دې چې ډېر ناوخته شي باید مخه یې ونیول شي. یوه بل روسي جنرال هم د پریګوژین اقدامات لېونتوب بللی. هغه ویلي چې دغه اجیر ځواکونه ولسمشر پوتین له شا په خنجر وهي.

ویل کېږي واګنر د اوکرایین له جګړې وړاندې یوازې شاوخوا ۵ زره غړي درلودل چې ډېری یې پخواني تجربه لرونکي سرتېري وو.

خو امریکایي چارواکي ادعا کوي چې دې ملېشې تېر کال له هغې وروسته تر ډېره له زندانونو د لسګونو زره نورو جنګیالیو پر ګومارلو پیل وکړ چې روسیې پر اوکرایین یرغل لپاره د ځواکونو کمښت سره مخ شوه. ویل کېږي، چې په دې کسانو کې محکوم شوي جنايي مجرمان هم شامل وو.

د واګنر په اړه ویل کېږي‌ چې فعالیت یې په ۲۰۱۴ کال کې د روسیې لخوا د اوکرایین د کریمیا ټاپو وزمې تر نیول کېدو وروسته پیل کړی او بیا یې پر اوکرایین سربېره ان د سوریې او افریقا بېلابېلو جګړو ته هم خپل اجیر جنګیالي استولی دي. دا ډله پر وحشت او جنګي جرمونو هم تورنه شوې ده.

کابل۲۴ یو خپلواک خبري اژانس دی، چې له افغانستان، سیمې او نړۍ څخه ۲۴ ساعته تازه خبرونه تاسو ته وړاندي کوي. کابل۲۴ د تازه خبرونو، راپورونو او مسلکي شننو په وړاندې کولو سره، د ټولو افغانانو او په ځانګړې توګه مېرمنو او قومي لږکیو بشري حقونو ته ژمن او د بنسټیزو انساني ازادیو د ودې او پرمختګ په موخه کار کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *