ذبیح الله مجاهد: ټاکنې د خلکو د تېر ایستلو پروسه ده، مونږ پرې باور نه لرو

ذاهد «صمدزی»
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي،‌ په ټاکنو باور نه لري او افغانستان کې د ټاکنو برخه کې تېرو تجربو ته په کتو د دغې پروسې منلو ته چمتو نه دي.

د کابل۲۴ د راپور پر اساس، نوموړي دا خبرې سه شنبه د طالبانو د واکمنۍ د دویم کال پوره کېدو په ورځ له رسنیو سره په خبرو کې کړې دي

نوموړي ویلي، حکومت ته یې اوس مهال افغانستان کې ثبات او امنیت لومړیتوب دی خو”کله چې یو باثباته حالت رامنځته شو بیا که خلکو ځان ته هره لاره ټاکله هغسې دې وکړي.”

هغه له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل، د لویې جګړې ختمېدل او د یوه واحد مرکزي حکومت رامنځته کېدل د طالبانو درې لویې لاسته راوړنې یادې کړي دي.

د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې پر ښځو د ګنو بندیزونو له امله په کور دننه او نړیواله کچه نیوکې زیاتې شوي.

نوموړي د حکومت په رهبرۍ کې د ښځو د ګډون په تړاو وویل، افغانستان اروپا نه ده، دلته دین او شریعت شته. که اسلامي‌ احکام چاته اجازه ورکړي موږ یې مخه نه نیسو خو که اسلامي احکام اجازه ور نه کړي مونږ اسلامي احکام نه شو ترک کولی.”

ښاغلي مجاهد په خپلو خبرو کې دا خبره هم په بشپړ ډول رد کړه چې پخوانیو سیاسونو ته به حکومت کې برخه ورکړي او یا به په افغانستان کې ګوندونو او خوځښتونو ته د فعالیت اجازه ورکړي.

نوموړي همدا راز ولس سره پر مشوره او د شته نظام په تړاو د هغوی پر رضایت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې “قوانینو، ولسي حضور او شوراګانو برخه کې ستونزې شته، ځکه خو حکومت سرپرست دی خو د دغو ستونزو پر حل کار روان دی.”

ښاغلي مجاهد بیا هم له شپږم پورته ټولګیو نجونو زده کوونکو د ښوونځیو د پیلېدو کره نېټه په ډاګه نه کړه او زیاته یې کړه چې اړوند ارګانونه به یې ځواب ورکوونکي وي، خو په وینا یې پر حل یې کار روان دی.

بلخوا غونډې ته په وینا کې لیکوال او د طالبانو حکومت ملاتړي فرهنګي محمد زمان مزمل له اوسنیو مشرانو وغوښتل چې د خپلې واکمنۍ پر درېيم کال دې په کور دننه او بهر د ښځو د حقونو په ګډون د افغانانو ستونزې حل کړي او حکومتي چارې دې یوازې مفتیانو ته نه سپاري او نه دې هم ځينې مسایل فتواو ته ځنډوي. ښاغلي مزمل دغه خبرې پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو د دوه کلنۍ په مناسبت جوړې شوې غونډه کې کولې.

پر افغانستان د طالبانو حکومت د بیاځلي واکمنېدو دوه کاله پوره شول خو لا یې هم هغه شرطونه نه دي پوره کړي چې د رسمیت پېژندنې لپاره نړیوالې ټولنې ورته ایښې و.

په دغو شرطونو کې د ښځو د کار او زدکړو حقونه هم شامل دي چې افغانستان کې ترې ښځې او نجونې محرومې کړل شوي دي.

کابل۲۴ یو خپلواک خبري اژانس دی، چې له افغانستان، سیمې او نړۍ څخه ۲۴ ساعته تازه خبرونه تاسو ته وړاندي کوي. کابل۲۴ د تازه خبرونو، راپورونو او مسلکي شننو په وړاندې کولو سره، د ټولو افغانانو او په ځانګړې توګه مېرمنو او قومي لږکیو بشري حقونو ته ژمن او د بنسټیزو انساني ازادیو د ودې او پرمختګ په موخه کار کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *