ملګري ملتونه سبا د افغانستان د بشري وضعیت په اړه غونډه جوړوي
د کابل۲۴ د راپور پر اساس، د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی ریچارډ بنېټ به دې غونډې ته په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه خپل راپور وړاندې کړي.
د ریچارډ بنېټ د راپور په یوه برخه کې چې تېره پنجشنبه خپره شوه، لیکل شوي چې اسلامي امارت د ۵۰ فرمانونو په صادرولو سره ښځې له عامه ژوند څخه لرې کړې دي.
په همدې حال کې سميرا چې له تېرو دوو کلونو راهيسې ښوونځي ته له تګ څخه بېبرخې شوې وايي، ناڅرګندې راتلونکې یې ژوند تریخ کړی او کله ناکله بېخي د ځانوژنې په اړه هم فکر کوي. نوموړې زیاتوي: «له هغه وروسته مو چې ښوونځي وتړل شول، خپګان مې ورځ په ورځ زیاتېده. له سهاره تر ماښامه به ویده وم یا به مې ټوله ورځ ژړل. خپل ټول وسایل مې مات کړل. مور او پلار به مې راته ناست وو چې کوم څه ونه کړم. زه به یې ارامتیا ته رابللم.»
پر افغان نجونو د ا.ا د بندیزونو یوه بله قرباني بیا د کابل پوهنتون د ترکي ادبیاتو پوهنځي محصله فېروزه ده چې په خبره یې، د پوهنتون له تړل کېدو وروسته یې اوس کورنۍ اړ کړې چې کوژدې او واده ته غاړه کېږدي.
هغه وايي: «کورنۍ مې بادرکه ده؛ اوسنی وضعیت او محدودیتونه درک کوي، خو تل راته وايي چې باید واده وکړم؛ ځکه بل هېڅ نهدي را پاتې. راته وايي چې باید دا کار وکړم. فکر کوم چې ډېر ژر به د په زوره واده کولو قرباني شم.»
بلهخوا د سیاسي چارو کارپوهان که څه هم د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپورورکوونکي راپور او د دغه سازمان د بشري حقونو د شورا غونډه پر اسلامي امارت د فشارونو ډېرېدو یوه وسیله ګڼي، خو زیاتوي چې په افغانستان کې شته ستونزې به ورسره هوارې نهشي.