ملګري ملتونه: سرپرست حکومت دې له ځنډ پرته د ښځو پر وړاندې بندیزونه لرې کړي

ملګري ملتونه: سرپرست حکومت دې له ځنډ پرته د ښځو پر وړاندې بندیزونه لرې کړي

د ملګرو متلونو سازمان د بشري حقونو شورا په غونډه کې چې پرون په جینوا کې جوړه شوه،

د کابل۲۴ د راپور پر اساس، د غونډې ګډونوالو ویلي، چې په افغانستان کې د ښځو حقونه تر پښو لاندې شوي دي. د دغې غونډې ګډونوال له سرپرست حکومته غواړي چې د ښځو په وړاندې بندیزونه له ځنډ پرته لرې کړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا راپور ورکونکي ریچارډ بېنېټ هم په دې غونډه کې خپل راپور شریک کړ.

نوموړي ویلي چې د افغانستان اوسنی حکومت د نړۍوالې ټولنې پر وړاندې باید په خپلو ژمنو عمل وکړي او د ټول‌ګډونه حکومت د رامنځته کېدو لپاره ګام پورته کړي.

په دې غونډه کې د قطر، پاکستان، د اروپايي ټولنې استازي او د ځینو نورو هېوادونو استازو، په افغانستان کې د نجونو د زده‌کړو لپاره د زمینې پر برابرېدو هم ټينګار کړی دی.

کابل۲۴ یو خپلواک خبري اژانس دی، چې له افغانستان، سیمې او نړۍ څخه ۲۴ ساعته تازه خبرونه تاسو ته وړاندي کوي. کابل۲۴ د تازه خبرونو، راپورونو او مسلکي شننو په وړاندې کولو سره، د ټولو افغانانو او په ځانګړې توګه مېرمنو او قومي لږکیو بشري حقونو ته ژمن او د بنسټیزو انساني ازادیو د ودې او پرمختګ په موخه کار کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *