د پاکستان یوې امنیتي سرچینې رسنیو ته تایید کړې، چې کابل او اسلام اباد د ډېورنډ کرښې څېرمو سیمو څخه د افغانستان لوېدېځو سیمو ته د پاکستاني طالبانو غورځنګ د وسله والو پر لېږدولو هوکړې ته رسېدلي دي.
د پاکستان یوه لوړپوړي امنیتي چارواکي د نوم نه ښودو په شرط د ترکیې دولتي خبري اژانس، انادولو ته ویلي، دواړه هېوادونه پر دغې پروژې هوکړې ته رسېدلي، خو تر اوسه په دې برخه کې کوم عملي ګام نه دی اخیستل شوی. د سرچینې د معلوماتو له مخې، اسلام اباد له ډېورنډ کرښې څېرمو سیمو څخه د افغانستان لوېدیځ ته د ټي ټي پي د وسله والو د لېږدولو او ځای پر ځای کولو لګښت منلی دی.
د کابل۲۴ د راپور پر اساس، پاکستان د بهرنیو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ هم پرون په یوه خبري غونډه کې د یوې پوښتنې پر مهال په دې تړاو له خبرو کولو ډډه وکړه. اغلې بلوچ وویل، “نه غواړم د دې ځانګړې مسلې په اړه توضیحاتو ته لاړه شم، خو موږ د افغانستان له سرپرست حکومت سره د هغو جدي اندېښنو په اړه خبرې کوو چې پاکستان یې د ترهګرۍ د ګواښ په اړه لري.”
د پاکستان حکومت په ځلونو ویلي، د پاکستاني طالبانو غورځنګ غړي په افغانستان کې دي او له هماغه ځایه پاکستان کې د ننه عملیات کوي. د روانې زېږدیزې میاشتې په لومړیو کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د امریکا غږ اردو څانګې سره مرکه کې ویلي و، په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت د پاکستاني طالبانو د ملاتړ تور نه شي پورې کولی، خو د دې ډلې په مخنیوي کې ځینې کمزورتیاوې لري.
هغه زیاته کړې وه، موده وړاندې ورته په افغانستان کې د طالبانو حکومت پاکستان ته د ټي ټي پي د غړو د لاسرسي کمولو لپاره له ډېورنډ کرښې څېرمو سیمو څخه د هغوی د لرې کولو ژمنه ور کړې ده.
د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر رانا ثناالله وړاندې د دغه هېواد د دفاع وزیر خواجه اصف هم ویلي وو چې د ټي ټي پي وسله والو له طالبانو سره د مخکیني افغان حکومت او نړیوالو ځواکونو پر وړاندې جګړه کې مرسته کړې ده، نو ځکه افغان طالبان په داسې دریځ کې نه دي چې د پاکستاني طالبانو پرضد ګام واخلي.
د طالبانو د دفاع سرپرست وزیر مولوي یعقوب مجاهد له طلوع نیوز سره په خپله تازه مرکه کې د پاکستاني چارواکو دغو تورونو ته په اشاره ویلي، که پاکستاني طالبان په افغانستان کې موجود وای، نو بیا به یې د پاکستان د سترو ښارونو پر ځای پر ډېورنډ کرښه د پاکستان امنیتي سرتېرې په نښه کړي وای
په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنېدو لومړیو کې کابل کې د پاکستان حکومت او د پاکستاني طالبانو ترمنځ د روغې جوړې هڅې وشوې، خو بریالۍ نه وې.