پاکستان د افغان – ټرانس د لارې د بدلون غوښتنه کړې ده

پاکستان د افغان – ټرانس د لارې د بدلون غوښتنه کړې ده

د کابل۲۴ د راپور پر اساس، د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې رییس وايي چې پاکستان د افغان – ټرانس رېل پټلۍ د لارې د بدلون غوښتونکی دی. نوموړي ترکیې ته له خپل سفر وروسته ویلي، چې پاکستان له لوګر- تورخمه، لوګر خرلاچي ته د دې پروژې د تګلوري د بدلېدو غوښتنه کړې ده.

د ده په وینا، د اوسپنې پټلۍ د نړۍوالې ټولنې د منځني ختیځ د برخې په غونډه کې د افغانستان- ټرانس پروژې په تړاو هم خبرې وشوې.

له دې سره هم‌مهاله، د افغانستان لپاره د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي د پاکستان له سفیر سره د ټرانسپورټي پروژو په تېره بیا د ترمز- مزارشریف، کابل، پېښور د اوسپنې پټلۍ په تړاو خبرې کړې دي.

د افغانستان د اوسپنۍ پټلۍ ادارې د معلوماتو له مخې، د افغانستان- ټرانس د اوسپنې پټلۍ ۷۶۴ کیلومټره اوږدوالی لري او د جوړېدو لګښت یې شپږ میلیارډ ډالره اټکل شوی دی.

کابل۲۴ یو خپلواک خبري اژانس دی، چې له افغانستان، سیمې او نړۍ څخه ۲۴ ساعته تازه خبرونه تاسو ته وړاندي کوي. کابل۲۴ د تازه خبرونو، راپورونو او مسلکي شننو په وړاندې کولو سره، د ټولو افغانانو او په ځانګړې توګه مېرمنو او قومي لږکیو بشري حقونو ته ژمن او د بنسټیزو انساني ازادیو د ودې او پرمختګ په موخه کار کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *