سرپل او بامیان کې ترافیکي پېښو ۳۹ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
د کابل۲۴ د راپور پر اساس، چهارشنبه له غرمې وروسته په سرپل ولایت کې د بس چبه کېدو پېښې کې لږ تر لږه ۲۴ کسان مړه شوي دي.
د چارواکو په خبره پېښه د سرپل په صياد ولسوالۍ کې د یوه کوچني مسافر وړونکي موټر یا فلاينکوچ د چپه کېدو له امله رامنځته شوې.
د رپوټونو له مخې په پېښه کې اته ماشومان، ۱۲ ښځې او ۴ سړي مړه شوي او يوه ښځه ټپي شوې ده.
ځایي چارواکو د پېښې لامل د موټر چلوونکي بې پروایي او د لارې خرابوالی بللی.
په ورته وخت کې د سرپل د امنیه قومندانۍ ویاند ویلي، پېښه د هغه موټر چپه کېدو له امله رامنځته شوې چې د دې ولایت د صیاد ولسوالۍ له «الهتو» کلي څخه د «خواجهیګانه» کلي ته په لور روان و.
بله خوا د یوه بل خبر له مخې، چهارشنبه په مرکزي ولایت بامیانو کې هم ورته پېښه کې څوارلس تنه ټپیان شوي.
د باميانو د امنیه قوماندانۍ وياند محمد رسا خواني وايي، د دې ولایت اړوندې پنجاب ولسوالۍ کې هم کوچنی بس موټر یا فلانکوچ چپه شوی دی.
د رپوټونو له مخې په پېښه د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۴ تنه ټپيان شوي چې د دوو ښځو او يو ماشوم روغتيايي وضعيت نازک بلل شوی.
له افغانستان نه د ترافیکو پېښو رپوټونه ډېر دي چې عام خلک او چارواکي یې لامل د موټر چلوونکو بې پروايي او د لارو خرابوالی بولي.