د امریکا متحدو ایالتونو د ملي امنیت شورا ویاند جان کیربي وايي، داسې هېڅ نښې، نښانې نه شته چې وښيي په پاکستان کې مېشت کډوال په دې هېواد کې دننه یا د ډېورنډ کرښې په اوږدو کې ”په ترهګریزو فعالیتونو” کې لاس لري.
د کابل۲۴ د راپور پر اساس، ښاغلي کيربي دا څرګندونې د یو شمېر لوړپوړو پاکستاني چارواکو له هغو څرګندونو وروسته مخې ته راځي، چې وايي پاکستاني وسله وال طالبان په افغانستان کې پټنځایونه لري او په پاکستان کې ځینې مېشت افغانان په ترهګریزو فعالیتونو کې ښکېل دي.
د یادونې ده چې تېره اونۍ د پاکستان په بلوچستان کې د نامعلومو وسله والو په بریدونو کې د پاکستاني امنیتي ځواکونو ۱۲ کسان ووژل شول. پاکستاني چارواکو د دې بریدونو د پړې ګوته پاکستاني طالبانو ته ونیوه، چې په وینا یې له ډېورنډ کرښې هاخوا پټنځایونه لري.
تازه، د امریکا ملي امنیت شورا ویاند جان کیربي یوې خبري غونډې ته په دې هکله وویل: “موږ د هغه فوق العاده سخاوت له کبله د پاکستان مننه کوو، چې افغان کډوالو ته یې سوله ییزه سرپناه چمتو کړې او موږ به له دې هېواد سره د ترهګریزو ګواښونو له منځه وړلو لړ کې خپلې همکارۍ ته دوام ورکړو.”
د بلوچستان په ژوب کې پر پوځي مرکز د وسله والو له برید وروسته د پاکستان پوځ رسنیز دفتر په یوه اعلامیه کې د دې هېواد پوځ مشر جنرال عاصم منیر له قوله وویل شول:
”تمه ده چې له دوحې هوکړې سره سم به د افغانستان سرپرست حکومت ترهګرو ته اجازه ور نه کړي چې د هېڅ یوه بل هېواد پر ضد د افغانستان خاوره وکاروي.”
”دغه راز په پاکستان کې د ترهګرۍ په پېښو کې د افغان وګړو ښکېلتیا یوه بله اندېښنه ده، چې باید لېرې شي. داسې بریدونه د زغملو وړ نه دي او د پاکستان وسله وال پوځ به د داسې بریدونو سخت ځواب ورکړي.”
پاکستاني چارواکي په تکرار سره د پاکستاني طالبانو تحریک فعالیتونو ته په اشارې سره وايي، په افغانستان کې د دې ډلې فعالیتونو او پټنځایونو او له هغه هېواد پاکستان کې دننه د بریدونو تنظیمولو ته اندېښمن دي. پاکستان وايي، داسې بریدونه د زغملو وړ نه دي او د پاکستان امنیتي او دفاعي ځواکونه به یې غوڅ ځواب ورکړي.
خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت بیا وايي: “هېچا ته اجازه نه ورکوي چې افغان خاوره د بل هېواد پر ضد وکاروي” او له پاکستانه غواړي د خپل هېواد کې ستونزو ته پام وکړي.


