د امریکا بهرنیو چارو وزارت د طالبانو له حکومت سره د ښکېلتیا او خبرو په تړاو په بریتانیا کې د راپورته شویو بحثونو په لړ کې ویلي چې د دوی دریځ په دې اړه نه دی بدل شوی.
د کابل۲۴ د راپور پر اساس، د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو مېلر په واشنګټن کې د خبري غونډې پر مهال د بریتانیا د پارلمان د دفاعي کمېټې د مشر ټوبېز ایلووډ جنجالي څرګندونو په تړاو پوښتل شوی چې ګواکې امریکا هم د داسې کوم ګام اخیستو نیت لري او که نه.
خو ښاغلی مېلر وایي، د دوی په دریځ کې کوم بدلون نه دی راغلی او د اوس لپاره داسې کوم پلان نه لري چې له مخې یې په افغانستان کې خپل سفارت پرانیزي.
له دې وړاندې د طالبانو حکومت ډېرو چارواکو بیا بیا له امریکا سره د ډيپلوماتيکو اړیکو د بیا پیلولو غوښتنه کړې ده.
خو د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند وایي د طالبانو حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره اوږد مزل مخکې لري.
ښاغلی مېلر په دې اړه وایي: “موږ او متحدین مو په ځینو مسایلو کې له طالبانو سره ښکېل یوو چې ځينې وخت دا ښکېلتیا ګټوره تمامه شوې، خو طالبانو ته مو روښانه ځواب ورکړی، که دوی غواړی چې نړیوال مشروعیت تر لاسه کړي نو که دا کار شونی وي باید یو اوږد مزل ووهي.”
د ښاغلي مېلر په ټکو طالبانو د ښځو او نجونو سره د توپير چلند اوږده لړۍ پيل کړې چې دوی پرې جدي اعتراض لري.
د طالبانو حکومت په ورستیو کې افغان نجونې له کانکور ازموینې ایستلې او دارنګه یې د سینګارتونو او وړکتونو په تړلو سره نورې ښځې هم په کور کېنولې دي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت دا نوې څرګندونې داسې مهال دي چې تازه د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت سرپرست او د دوی مهم غړي غړي سراج الدین حقاني ویلي، د افغان قومونو ملاتړ د دوی نظام ته مشروعیت او قوت وربښي.
ښاغلي حقاني کابل کې د احمدزیو قوم له ځینو مشرانو په لیدنه کې ویلي چې د خلکو ملاتړ دوی ته نورې هېلې ورکوي.
د طالبانو کورنیو چارو وزارت لخوا د ښاغلي حقاني لنډو خپرو شویو خبرو یوه برخه کې راځي: “اوس مې ډېر امید نور هم پیدا شو چې موږ داسې کولای شو چې اوسني وخت کې چې موږ هیڅ څوک په رسمیت ونه پېژني، که موږ سره هیڅ څوک همکاري ونه وکړي، داسې غښتلی قوم مو چې ترڅنګ ولاړ وي، انشاالله افغانستان به بقا پيدا کوي، افغانستان به ترقي پيدا کوي او خپلواکي به یې نور هم مظبوطه کېږي.”
د طالبان د بیا واکنېدو دویمې کلیزې په را رسېدو ده، خو لاهم د دوی حکومت کوم هېواد یا نړیوال سازمان په رسمیت نه دی پېژندلی.


