د خیبر پښتونخوا باجوړ سیمه کې، د جمعیت علمای اسلام پر یوه غونډه چاودنې شاوخوا ۱۶۰ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده
د کابل۲۴ د راپور پر اساس، له چاودنې وروسته پېښور ته راوړل شوي درې ټپيان مړه شوي دي. په داسې حال کې چې يو تن ټپي په روغتون کې ساه ورکړه.
د خيبرپښتونخوا د پوليسو يو چارواکی نذير خان وايي، چاودنه چې اصلي هدف یې په باجوړ کې د جمعیت علمای اسلام مذهبی ګوند جوړه شوې غونډه وه د یوه ځانمرګي بریدګر له خوا رامنځته شوې ده.
لومړي وزیر شهباز شریف پر وژل شویو خواشیني ښودلې ده او له کورنیو چارو وزارت او د خیبر پښتونخوا له موقت حکومت یې د رپوټ ورکول غوښتي دي.
د ځايي پولیسو په وینا، د چاودنې قربانیان روغتون ته لېږدول شوي او هغه کسان چې روغتيايي حالت يې نازک او يا سخت ټپيان شوي پېښور لېږدول شوي دي.
د ۱۱۲۲ ژغورنې او مرستې ادارې ویاند ویلي، چاودنه د ګوند د غړو د یوې غونډې پرمهال د باجوړ ښار سیمې دوبۍ موړ ته څېرمه شوې ده.
د راپورونو له مخې په غونډه کې د جمعيت علمای اسلام شاوخوا ۴۰۰ تنو غړو ګډون درلود. ويل کېږي چاودنه له سټېج سره څېرمه شوې ده.
د جمعیت علمای اسلام مرکزي منشي مولانا عبدالغفور حیدري ویلي، د دوی ګوند دا چاودنه په سختو ټکو غندلې ده.
په ورته وخت کې، امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړې او د پلټنې عملیات یې پیل کړي دي.
تر اوسه کومې ډلې یا چا د چاودنې مسؤلیت نه دی منلی. خو پاکستاني طالبانو (ټي ټي پي) په دې پېښه کې لاس لرل رد کړي او دغه چاودنه يې غندلې ده.
د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې خیبر پښتونخوا کې ترهګریز فعالیتونه ډېر شوي، چې تر دې وړاندې د خیبر په جمروډ سیمه کې یوه جومات کې ځانمرګي برید یو پوځي وژلی و.
عزت الله سلیمي