بشري حقونو څار سازمان: ملګري ملتونه باید په افغانستان کې د ښځو حقونو ته لومړیتوب ورکړي

د بشر حقونو څار سازمان وايي، د ملګرو ملتونو له خوا په خپلواکه ازرونه کې باید افغانستان کې بشري حقونو او په ځانګړې ډول د ښځو حقونو ته لومړیتوب ورکړل شي.

د کابل۲۴ د راپور پر اساس دغه سازمان، د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره، افغانستان کې بشري وضعیت ناورینوونکی یاد کړی او پر ملګرو ملتونو یې غږ کړی، چې د افغانستان وضعیت په اړه ارزونه کې باید د ښځو او نجونو حقونو ته لومړیتوب ورکړي.

بشري حقونو څار سازمان کې د ښځو حقونو برخې مشرې حیدر بار ویلي: “افغانستان کې اوس ښځې د نړۍ په کچه د بشر حقونو له جدي ګواښ سره مخ دي. دغه خپلواکه ارزونه به د دې ناوړه وضعیت پر وړاندې یوه اغېزمن نړیوال غبرګون ته لار هواره کړې. خو د دې کار د ترسره کولو لپاره باید افغانستان کې هغو ښځو او نجوتو ته لومړیتوب ورکړل شي چې له خپلو بشري حقونو بې برخې شوي دي.”

د روان کال مارچ میاشت کې د امنیت شورا په یوه پرېکړه لیک کې له ملګرو ملتونو وغوښتل، چې د نومبر میاشتې تر ۱۷مې نېټې افغانستان کې د روان وضعیت په اړه یوه “خپلواکه ازرونه” وکړي او تر بشپړېدو وروسته دې امنیت شورا ته وړاندې کړي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي د اپرېل میاشت کې د ترکیې یو پخوانی لوړ پوړی چارواکی فریدون سینیرلي اوغلو د دغه ارزونې د ځانګړي همغږي کوونکي په توګه وټاکه.

آغلې بار افغانستان کې د بشر حقونو برخه کې د نړیوالې ټولنې پر چلن هم نیوکه کړې او ویلي یې دي چې دغه هېواد کې یې بشري حقونو ته بشپړ پام نه دی کړی.

د هغې په وینا :”افغانستان کې بشري ناورین خورا پراخ دی او د طالبانو ناوړه چلن دغه هېواد کې بشري ناورین لاپسې زیاتوي. تر دې دمه افغانستان کې د بشر حقونو په اړه د نړیوالې ټولنې کار اغېزمن نه دی او بشپړ ډول یې دې برخه کې تمرکز نه دی کړی.”

د ۲۰۲۱ کال اګسټ کې د افغانستان پر واګو د طالبانو له ولکې وروسته د ښځو پر کار او زدکړو سربېره پر هغوی د سفر، ورزشي ځایونو او پارکونو ته د نه تګ، او نور ګڼ ځپونکي بندیزونه لګولي.

وروستیو کې پر سینګارتونونو بندیز د نړیوالو سختې نیوکې راپارولي او د طالبانو حکومت یې د ښځو ضد حکومت بللې او د ښځو پر وړاندې یې پر دوه ګوني چلند تورن کړی دی.

طالبانو ملګرو ملتونو کې د کار بندیز سربېره افغانې ښځې ګڼو نورو نړیوالو او نا دولتي بنسټونو کې هم له کار کولو راګرځولي، دا بندیز د دې لامل شوی چې افغانستان کې شاوخوا ۲۸،۸ میلیونه اړمن کسان له بشري مرستو بې برخې پاتې شي.

د بشر حقونو څار سازمان وايي، افغانستان کې بشر حقونه تر پښو لاندې شوي او ښځې له سخت بشري وضعیت سره مخ دي.

دغه سازمان وايي، هغه بنسټونه چې ښځې یې مشري کوي د خپلو کارونو د دوام لپاره کافي بودیجه نه لري، دغو بنسټونو کې ډېرې هغه ښځې کار کوي چې د خپلو کورنیو نفقه ګټونکي دي.

یاد سازمان له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې افغانستان کې د رسنیو او بیان ازادۍ ته هم اشاره شوې چې طالبانو له خوا ځپل شوي او د بشر حقونو او د نجونو د زدکړو ملاتړي په زندانونو کې شکنجه کېږي.

د بشر حقونو څار سازمان ویلي، د دغه ارزونې ځانګړی همغږی کوونکی باید ډاډ ترلاسه کړي چې په ډله کې یې د ښځو او نجونو د حقونو په ګډون د بشري حقونو متخصصین شامل دي.

دوی همدا راز د دغې ارزونې پر روڼتیا هم ټینګار کړی او ویلي یې دي چې هغه کسان او د کورنۍ غړي باید پکې وغږول شي چې وژل شوي، زنداني شوي، شکنجه او ربړول شوي دي.

د بشر حقونو څار سازمان په خبرپانه کې همدا راز ویلي چې د ملګرو ملتونو له خوا د ارزونې جوړه شوې دغه ډله باید په فعاله توګه د ښځو حقونو مدافعینو په ګډون ګڼو نورو هغو ښځو سره سلا مشورې وکړي چې د طالبانو پر ضد احتجاجونو کې یې برخه اخیستې.

عزت الله سلیمي

کابل۲۴ یو خپلواک خبري اژانس دی، چې له افغانستان، سیمې او نړۍ څخه ۲۴ ساعته تازه خبرونه تاسو ته وړاندي کوي. کابل۲۴ د تازه خبرونو، راپورونو او مسلکي شننو په وړاندې کولو سره، د ټولو افغانانو او په ځانګړې توګه مېرمنو او قومي لږکیو بشري حقونو ته ژمن او د بنسټیزو انساني ازادیو د ودې او پرمختګ په موخه کار کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *