بلخ کې د نهاد راډیو او پیکان تلویزیون مسوولین وایي چې دغه راډیو او تلویزیون د ځینو ستونزو له امله یې خپلې خپرونې ودرولې.
د کابل۲۴ د راپور پر اساس، د نهاد راډیو مسوول سیدمحمد یزدانپرست وایي، چې دغه راډیو د برېښنا بیې د لوړوالي، د خپرونو ملي پالیسۍ نشتون، پر تولیدي خپرونو د لګیدلو محدودیتونو، اطلاعاتو ته نه لاسرسی او له رسنیو څخه د ملاتړ بنسټونو نه پاملرنې له امله یې نن خپل نشرات ودرول.
د نوموړي په وینا، چې دغه راډیو له ۲۰۰۷ زېږدیز کال خپلې خپرونې په عادي توګه پیل کړې وې، چې نن یې د یادو ستونزو له امله خپلې خپرونې ودرولې.
په ورته وخت کې د پیکان تلویزیون مسوول فردین عبدي بیا وایي، پیکان تلویزیون پنځه کاله وړاندې خپلې خپرونې پیل کړې وې، چې هېواد کې د سیاسي بدلون وروسته یې ژوندۍ خپرونې ودرولې، خو په ټولنیزو رسنیو کې یې خپل فعالیت ته دوام ورکاوه.
عبدي وایي، چې په دغه موده کې د خبریالانو د دفاع او له رسنیو څخه د ملاتړ بنسټونو ورسره هېځ ډول مرسته ونه کړه او د روان کال چنګاښ میاشتې پر ۱۰ مه یې خپل نشرات په ټولنیزو رسنیو کې هم ودرول.
د یزدانپرست او عبدي په وینا په دواړو رسنیو کې ۱۸ نارینه او ۷ ښځینه کارکوونکي پر دندو بوخت و.
په همدې حال بلخ کې خبریالانو د خوندیتوب کمیټې مسوول عبدالطیف سهاک هم د نهاد راډیو پر بندیدو خواشیني ښیي.
سهاک وایي، د خبریالانو اوزګارتیا او د نهاد راډیو بندیدل د اندېښنې ځای دی خو د دغې راډیو د بندیدو لوی عامل د دغې راډیو د مسوولینو اقتصادي ستونزې ګڼي.
هغه زیاتوي، چې د یادې راډیو مسوولینو خپلې ستونزې دوی ته وړاندې کړې وې او یو له دغو ستونزو څخه یې د برېښنا د بیې لوړوالی و.
بلخوا د بلخ اطلاعات او کلتور ریاست مسوولین هم د دغې راډیو بندیدل د دوی اقتصادي ستونزې ګڼي.
د بلخ اطلاعات او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر عطا محمد ساهو وایي، چې سرپرست حکومت د رسنیو ملاتړی دی خو د نهاد راډیو د خپرونو دریدل د دوی خپلې اقتصادي ستونزې ګڼي.
نوموړی زیاتوي، د دغه راډیو مسوولینو په رسمي توګه دغې ادارې ته د نشراتو د بندیدو په اړه خبر هم نه دی ورکړی.
ساهو وایي، چې یوازې یاده راډیو نه؛ بلکې نورو رسنیو هم خپل نشرات د اقتصادي ستونزو له امله درولي او له حکومت لخوا پرې هېڅ ډول بندیز نه دی لکیدلی.
د یادونې وړ ده چې د روان زیږدیز کال د فرورۍ په میاشت کې ددغه راډیو او تلویزیون په ودانۍ کې اور لګېدلی و، چې له امله یې ډیر اقتصادي زیان لیدلی و.
بلخوا د افغانستان د خبریالانو مرکز هم د نهاد راډیو او پیکان تلویزیون د خپرولو دریدل تایید کړي دي.
دغه سازمان په یوه خبرپاڼه ددې رسنیو پر بندیدو خواشیني او اندېښنه څرګنده کړې ده او له اسلامي امارت یې غوښتي دي چې د رسنیو پر کارونو د لګولو شویو محدودیتونو د لرې کولو ترڅنګ اقتصادي مرستې ورسره وکړي.
د خبریالانو مرکز ویلي چې د جمهوري نظام تر سقوط وروسته په بلخ ولایت کې اوه راډویی او شپږ تلویزیوني شبکې له فعالیته لویدلي دي.
سرچینې زیاته کړې چې د ټول هېواد په کچه په تیرو نږدې دوو کلونو کې د هېواد له ۶۰۰ رسنیو څخه تر نیمایي ډیر یې د بیلا بیلو ستونزو له امله تړل شوې دي.