بهرنیو چارو وزارت: په ایران کې افغان کډوالو ته د پاسپورټونو د وېش بهیر پيل شو

د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې په تهران کې افغان سفارت د پاسپورټ د وېش بهیر پیل کړی دی.

د کابل۲۴ د راپور پر اساس، یاد وزارت ډاډ ورکړی چې ډېر ژر به په بهر کې د نورو افغانانو لپاره هم د پاسپورټ د وېش بهیر په عادي ډول پيل شي.

د یاد وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد تکل ویلي؛ د یاد فرمان پر بنسټ د بهرنیو چارو وزارت مقام له سپارښتنې سره سم په ایران کې د پاسپورټ لپاره د افغان کډوالو د اړتیاوو د حل په موخه په تهران کې د پاسپورتونو د وېش بهیر پیل شو.

دغه راز په پام کې ده، چې لومړی د پاسپورتونو د وېش بهیر هغو نويو زېږيدليو ماشومانو ته پیل شي، چې الکترونیکي تذکره یا هم د کوربه هېواد اقامتي سند ولري وېشل کیږي.

کابل۲۴ یو خپلواک خبري اژانس دی، چې له افغانستان، سیمې او نړۍ څخه ۲۴ ساعته تازه خبرونه تاسو ته وړاندي کوي. کابل۲۴ د تازه خبرونو، راپورونو او مسلکي شننو په وړاندې کولو سره، د ټولو افغانانو او په ځانګړې توګه مېرمنو او قومي لږکیو بشري حقونو ته ژمن او د بنسټیزو انساني ازادیو د ودې او پرمختګ په موخه کار کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *