بهر ته تلونکې افغان زده کړیالانې: “طالبانو له هوايي ډګره راوګرځولو چې محرم نه لرئ”

د بورسیو له لارې نړیوالو پوهنتونونو ته بریالۍ شوې یو شمېر زده کړیالانې وایي، طالبانو د محرم نشتوالې له امله له هوايي ډګر څخه بیرته کورونو ته ولېږلې.

د کابل۲۴ د راپور پر اساس، بهر ته تلونکې یوه افغان زده کړیاله وايي، کله چې د سفر په موخه د هوايي ډګر ټرمېنل ته ورسېدو نو طالب چارواکي‌ مو مخې ته ودرېدل،‌ او له محرم پرته له هېواده بهر د تګ له امله یې د سفر اجازه رانکړه

نتکۍ له دوولسم ټولګي‌ فارغه او پوهنتون ته د رسېدو لپاره یې کانکور ازموینې ته چمتوالی نیوه چې طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه یو ځل بیا پر افغانستان واکمن شول.

هغه هله ناهیلې شوه چې د طالبانو حکومت زرګونه نجونې له ثانوي او لوړو زدکړو منع کړې. د همدې له کبله یې هڅه کوله چې له هېواده بهر په زدکړو پسې لاړه شي. د لسو میاشتو له زحمت وروسته یې یو بهرنی بورس پیدا کړی او وربریالۍ شوې وه.

دا د متحده عربي اماراتو د دوبۍ پوهنتون و چې سلو افغان نجونو ته یې په بېلابېلو برخو کې سکالرشېپونه اعلان کړي وو. نتکۍ له شاوخوا شپېتو نورو نجونو سره پرون چهارشنبې له کابل هوايي ډګر ور روانه وه چې الوت ته نه ده پرېښودل شوې.

نتکۍ وايي، “کله چې طالبانو پوهنتونونه وتړل نو زما یوازېنۍ هیله همدا سکالرشېپ و. همدا بورسیه وه چې ما خپل د لوړو زدکړو ارمان پرې پوره کولای شو. زه او کورنۍ مې ټول خوشاله وو.”

خو د نتکۍ او د کورنۍ دا خوشالي یې تر کابل هوايي ډګره وه. نتکۍ وايي، هلته طالب چارواکو ورته وویل چې “له محرم پرته” له افغانستانه بهر سفر نه شي کولای.

که څه هم دا محدودیت د طالبانو حکومت تېر کال اعلان کړی و چې ښځې پرته له “شرعي عزر” له محرم پرته سفر نه شي کولای خو نتکۍ فکر کاوه چې په تحصیلي ویزه به د داسې څه اړتیا نه وي.

دغو بورسونو ته ټولټال سل افغان نجونې بریالۍ شوې دي چې ځينې له افغانستانه بهر په درېیمو هېوادونو کې وې او هغوی متحده عربي اماراتو ته رسېدلې، خو له کابله د الوت کوونکو ټولټال شپېتو نجونو مخه نیول شوې ده.‌
کابل۲۴ یو خپلواک خبري اژانس دی، چې له افغانستان، سیمې او نړۍ څخه ۲۴ ساعته تازه خبرونه تاسو ته وړاندي کوي. کابل۲۴ د تازه خبرونو، راپورونو او مسلکي شننو په وړاندې کولو سره، د ټولو افغانانو او په ځانګړې توګه مېرمنو او قومي لږکیو بشري حقونو ته ژمن او د بنسټیزو انساني ازادیو د ودې او پرمختګ په موخه کار کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *