د ازموینو اداره: “لوړو زدکړو وزارت یوازې د نارینه محصلانو د جذب” مکتوب را استولی

په افغانستان کې د د ازموینو اداره وايي،‌ چې د طالبانو حکومت د لوړو زدکړو وزارت ورته ویلي چې سږ کال دې یوازې له “هلکانو د کانکور ازموینه” واخیستل شي.‌

د ازموینو اداره چې څو کاله وړاندې یې د لوړو زدکړو وزارت د یوې برخې په ډول کار کاوه،‌ اوس له دغه وزارته جدا شوې او د کانکور په څېر هغه ازموینې اخلي چې ډېر کسان په کې ګډون کوي.‌

د کابل۲۴ د راپور پر اساس، د ازموینو ادارې پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، “د سږ کال کانکور ازموینې په برخه کې د لوړو زدکړو وزارت له لوري يوازې د نارینه محصلانو جذب مکتوب راغلی دی؛ فلهذا دا کار د عالي تحصیلاتو دی، چې له چا څخه ازموينه اخلي او يا يې نه اخلي. په دې برخه کې د ازموينو ملي اداره کوم مسؤليت په غاړه نه لري.”

ټاکل شوې د ۱۴۰۲ لمریز کال کانکو ازموینه د سرطان په پای کې پیل شي چې په څلورو پړاوونو کې به په ټولو ولایتونو کې اخیستل کېږي.

د د ازموینو ادارې مشري اوس د طالبانو د لوړو زدکړو مخکېنی وزیر عبدالباقي حقاني کوي.‌ نوموړی وايي،‌ روان کال یې څه نژدې ۱۵۰زره زدکوونکو ته په کانکور ازموینه کې د ګډون لپاره کارتونه وېشتلي دي.‌

روښانه نه ده چې په دغو کارتونو کې څومره یې نجونو ته وېشتل شوي دي. ځکه وروستیو څو میاشتو له ځینو ولایتونو رپوټونه وو چې نجونو ته هم په کانکور ازموینه کې د ګډون لپاره کارتونه وېشل شوي دي.‌

خو د اوس لپاره دا په ډاګه شوې چې نجونې سږ کال په کانکور ازموینه کې له ګډونه منع کړل شوې دي.‌

ښاغلي حقاني پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، “سږ کال کانکور ازموینې لپاره ۱۵۰ زره فورمې وېشل شوي، له دې جملې به ۱۰۶۶۱۷ تنه د لوړو او نيمه لوړو زدکړو تحصيلي بنسټونو ته جذب شي.”

کابل۲۴ یو خپلواک خبري اژانس دی، چې له افغانستان، سیمې او نړۍ څخه ۲۴ ساعته تازه خبرونه تاسو ته وړاندي کوي. کابل۲۴ د تازه خبرونو، راپورونو او مسلکي شننو په وړاندې کولو سره، د ټولو افغانانو او په ځانګړې توګه مېرمنو او قومي لږکیو بشري حقونو ته ژمن او د بنسټیزو انساني ازادیو د ودې او پرمختګ په موخه کار کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *