د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک راپور

حیات الله داوري

د افغانستان سرپرست حکومت د افغانستان د اقتصاد په اړه د نړیوال بانک راپور وستایه او هغه یې د افغانستان د اقتصادي وضعیت د حقیقت ښکارندوی وباله.

د کابل۲۴ د راپور پر اساس، نړیوال بانک د سې ‌شنبې په ورځ د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه په خپل راپور کې وویل چې د ۲۰۲۲ په جولای کې په دغه هېواد کې انفلاسیون ۱۸ اعشاریه ۳ سلنه و او له هغه مهاله تر اوسه پورې مخ پر ځوړ دی.

د نړیوال بانک د راپور پر اساس، په ۲۰۲۳ کې انفلاسیون لا ټیټ شو، تر دې چې په فبرورۍ کې ۳ اعشاریه ۵ و خو په مارچ کې یو اعشاریه ۹۴ ته را ټیټ شو.

د رییس الوزرا د اقتصادي چارو مرستیال، د نړیوال بانک راپور د افغانستان د اقتصاد حقیقي انځور وباله، او ویې ویل چې د دوی حکومت کلک باور لري چې د نړیوالې ټولنې مثبت تعامل د افغانستان په لا زیات اقتصادي پرمختګ کې د پام وړ ونډه لرلی شي.

کابل۲۴ یو خپلواک خبري اژانس دی، چې له افغانستان، سیمې او نړۍ څخه ۲۴ ساعته تازه خبرونه تاسو ته وړاندي کوي. کابل۲۴ د تازه خبرونو، راپورونو او مسلکي شننو په وړاندې کولو سره، د ټولو افغانانو او په ځانګړې توګه مېرمنو او قومي لږکیو بشري حقونو ته ژمن او د بنسټیزو انساني ازادیو د ودې او پرمختګ په موخه کار کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *