د خوړو نړیواله اداره افغانستان کې ۲ میلیونو نورو اړمنو خلکو سره خوراکي مرستې بندوي

د خوړو نړیوال سازمان وايي، د بودیجې د سخت کمښت له امله به روانه میاشت په افغانستان کې ۲ میلیونو نورو اړمنو کسانو سره خوراکي مرستې بندې کړي.

د کابل۲۴ د راپور پر اساس، له دې سره د هغو اړمنو کسانو شمېر چې دغه نړیوال خیریه بنسټ پرې خوراکي مرستې بندې کړي، لس میلیونو کسانو ته ورسېد.

په افغانستان کې د طالبانو له بیاځل واکمنۍ راهیسې په دغه هېواد کې د بې وزلې کچه لوړه شوې چې له امله یې ډېرو اړمنو نړیوالو بشري مرستو پورې د ژوند هیلې غوټه کړې دي.

افغانستان کې د خوړو نړیوال سازمان ویاند وحیدالله اماني وايي، دا اداره په افغانستان کې خپلې مرستې کموي.

د خوړو نړیوال سازمان چارواکو  ویلي، دغه سازمان د خپلو خیریه چارو د پر مخ وړلو لپاره یو میلیارد ډالر بودیجوي کسر سره مخامخ دی.

د یاد سازمان د بودیجې کمښت د دې لامل شوی چې دغه سازمان روانه زېږدیزه میاشت کې په افغانستان کې دوه میلیونو اړمنو کسانو سره د خوراکي توکو مرسته بنده کړي.

تېرو میاشتو کې هم دغه سازمان میلیونونه افغانان د خپلو بشري مرستو له نوملړه ایستلي چې له دې سره ټول لس میلیونه اړمن کسان د دغه سازمان له بشري مرستو بې برخې شول.

د چارو شنونکي وايي، په افغانستان کې د خلکو د اقتصادي وضعیت د خرابېدو او پر نړیوالو مرسته د تکیې لویه لامل د طالبانو د حکومت په رسمیت نه پېژندل دي.

د افغانستان د ملي محور ګوند د مشرتابه غړی محمود حنیف الکوزی وايي، د روان بشري کړکېچ په رامنځ ته کېدو کې په افغانستان کې د طالبانو حکومت او نړیواله ټولنه دواړه پړه دي.

په تېره جون میاشت کې په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام مشرې خبرداری ورکړی و چې د اکټوبر مياشتې تر پايه به له افغانستان سره د خوراکي توکو د مرستو لپاره د دغه سازمان مالي سرچينې ختمې شي.

د خوړو نړيوال سازمان وايي، افغانستان کې اقتصادي ستونزه یوه له لویو اندیښنو څخه ده، دې ادارې ويلي، په هرو لسو کورنیو کې څلور د خپلو دندو له لاسه ورکولو اندېښنه لري.

د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې په منځنۍ کچه د کورنیو ۸۸ سلنه عايد پر خوراکي توکو لګول کېږي، ځکه ۹۲ سلنه افغانان په کافي اندازه خوراکي توکي نشي خوړلی.

له بل لوري په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي، د افغانستان د اقتصادي ځان بسیاینې او نړیوالې پانګونې او سوداګرۍ د ورجلبولو هڅې یې ګړندۍ کړې دي.

کابل۲۴ یو خپلواک خبري اژانس دی، چې له افغانستان، سیمې او نړۍ څخه ۲۴ ساعته تازه خبرونه تاسو ته وړاندي کوي. کابل۲۴ د تازه خبرونو، راپورونو او مسلکي شننو په وړاندې کولو سره، د ټولو افغانانو او په ځانګړې توګه مېرمنو او قومي لږکیو بشري حقونو ته ژمن او د بنسټیزو انساني ازادیو د ودې او پرمختګ په موخه کار کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *