د خوړو نړیوال سازمان: د اړمنو افغانانو لاسنیوي لپاره ۱ میلیارد ډالرو ته اړتیا ده

د خوړو نړیوال سازمان یا WFP وايي، د روان زېږیز کال په اوږدو ۱۲ هېوادونو او مرستندویه بنسټونو له افغان ولس سره نغدي او  د خوراکي توکو مرسته کړې ده.
د کابل۲۴ د راپور پر اساس، د دغه پروګرام مسوولین وايي، د افغانستان په اوسني وضعیت کې مېلیونونه کسان د لوږې له ګواښ سره مخ دي او زیاتوي، د اړمنو د لاسنیوي لپاره یو میلیارد ډالرو ته اړتیا ده.
د خوړو نړۍوال پروګرام وايي، دې بنسټ په زېږدیز روان کال کې د نوي زیلنډ، هند، سویلي کوریا، اروپايي ټولنې، د اسلامي پراختیايي بانک، ملګرو ملتونو او خصوصي مرستندویانو په ګډون له دولسو هېوادونو او بنسټونو مرستې ترلاسه کړې دي.
تر دې مخکې، د سرې میاشتې نړۍوالې کمېټې په یوه راپور کې ویلي وو چې په افغانستان کې نږدې ۲۰ مېلیونه کسان چې د ټول نفوس ۴۴ سلنه جوړوي، کافي خوړو ته لاسرسی نه‌لري.
کابل۲۴ یو خپلواک خبري اژانس دی، چې له افغانستان، سیمې او نړۍ څخه ۲۴ ساعته تازه خبرونه تاسو ته وړاندي کوي. کابل۲۴ د تازه خبرونو، راپورونو او مسلکي شننو په وړاندې کولو سره، د ټولو افغانانو او په ځانګړې توګه مېرمنو او قومي لږکیو بشري حقونو ته ژمن او د بنسټیزو انساني ازادیو د ودې او پرمختګ په موخه کار کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *