د روغتیا نړیوال سازمان: شاوخوا یو میلیون افغانان پر تور زېړي اخته دي

د روغتیا نړیوال سازمان یا (WHO) وايي، نږدې یو میلیون افغانان پر تور زېړي اخته شوي دي.

د کابل۲۴ د راپور پر اساس، دغه سازمان «د زمري شپږمه، د جمعې ورځ» د «هپاټیټ نړیوالې ورځې» په مناسبت ویلي چې شاوخوا ۶۸۰ زره افغانان د هپاټیټ پر «B» او شاوخوا ۳۲۰ زره نور د دغه ویروس پر «C» ډول چې تور زېړی ورته ویل کېږي، اخته شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان پر ټویټر لیکلي، دا ویروسي ناروغي هغه مهال خپرېږي چې پر دې ناروغي د اخته کس وینه یا د وجود نور مایعات یې د روغ کس وجود ته دننه شي.

د دغه سازمان په وینا، هغه کسان چې نشه‌يي توکي کاروي او یا په یوه ستنه څو کسان پیچاري کوي او ککړ شوي روغتیايي وسایل کاروي، هغه کسان چې په بندخونو یا نورو تړلیو ځایونو کې اوسېږي او یا هغه کسان چې پر تور زېړي له اخته کسانو سره ناخوندي جنسي اړیکې لري، تر ډېره پر تور زېړي اخته کېږي.

د روغتیا نړیوال سازمان زیاته کړې چې د یاد ویروس «B» ډول تر ډېره له امېندواره ښځو چې پر تور زېړي اخته وي، ماشومانو ته لېږدول کېږي.

هپاټیټ په پنځه ډوله «A»، «B»، «C»، «D» او «E» وېشل شوی چې «B» او «C» ډول یې په تور زېړې پېژندل کېږي.

د جولای ۲۸مه د هپاټیټ نړیوالې ورځې په نوم نومول شوې او هر کال دا ورځ د دې ناروغي د مخنیوي، درملنې او په اړه یې خلکو ته د عامه پوهاوي ورکولو په موخه نمانځل کېږي.

کابل۲۴ یو خپلواک خبري اژانس دی، چې له افغانستان، سیمې او نړۍ څخه ۲۴ ساعته تازه خبرونه تاسو ته وړاندي کوي. کابل۲۴ د تازه خبرونو، راپورونو او مسلکي شننو په وړاندې کولو سره، د ټولو افغانانو او په ځانګړې توګه مېرمنو او قومي لږکیو بشري حقونو ته ژمن او د بنسټیزو انساني ازادیو د ودې او پرمختګ په موخه کار کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *