د لاسي صنایعو نندارتون، ګډونوالې مېرمنې د دا ډول فرصتونو د زیاتوالې غوښتنه کوي

جوزجان کې د مېرمنو لاسي صنایعو نندارتون پرانیستل شو

خبریال: عزت الله سلیمي

د جوزجان ولایت د اقتصاد ریاست مسوولین وايي، په دغه ولایت کې د مېرمنو د کرنیزو محصولاتو او لاسي صنایعو نندارتون پرانیستل شو.

د کابل۲۴ د مالوماتو له مخې په دغه نندارتون کې ۱۰۰ مېرمنو په ۵۰ غرفو کې د ماشومانو د ساتنې انستیتیوت له لوري د کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا په هدف جوړ شوی دی.

په دغه نندارتون کې یو شمېر ګډون والې مېرمنې د دا ډول نندارتونونو جوړل ډیر اړین بولي، دوی وایي دلته له ګډون کولو څخه یې موخه دا ده، چې د خپلو کرنیزو محصولاتو او لاسي صنايعو لپاره ښه بازار پيدا کړي.

بلخوا د جوزجان د اقتصاد ریاست مسوولین وایي، چې اوسمهال په دغه ولایت کې شاوخوا ۵۰۰۰ ښځې په کرنه او لاسي صنایعو بوختې دي.

کابل۲۴ یو خپلواک خبري اژانس دی، چې له افغانستان، سیمې او نړۍ څخه ۲۴ ساعته تازه خبرونه تاسو ته وړاندي کوي. کابل۲۴ د تازه خبرونو، راپورونو او مسلکي شننو په وړاندې کولو سره، د ټولو افغانانو او په ځانګړې توګه مېرمنو او قومي لږکیو بشري حقونو ته ژمن او د بنسټیزو انساني ازادیو د ودې او پرمختګ په موخه کار کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *