د کابل۲۴ د راپور پر اساس، یاده اداره وايي، بدخشان، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، پنجشیر، کاپیسا، پکتیکا، لوګر، پکتیا او خوست هغه ولایتونه دي چې د ډېر باران او سیندونو را وتو اټکل په کې شوی دی.
د هوا پېژندنې ریاست د یادو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې د ورښتونو کچه له ۱۵ تر ۳۰ سانتي پورې اټکل کړې ده.
بل خوا، د خوست د مندوزیو په اسماعیل خیلو سیمه کې د سیند اوبو زیاتېدو له کبله په یوه موټر کې پنځه تنه سپرلۍ تېر ماښام (۲۸/۰۷/۲۰۲۳) اوبو وړې دي.
خوست کې د طالبانو د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې مشر دوست محمد حلال سیمه ییزو رسنیو ته ویلي، وژل شوي کسان د یوې کورنۍ غړي وو چې مور، پلار او درې اولادونه یې وو.
د دې ترڅنګ د یاد وزارت ویاند شفیع الله رحیمي وايي، چې ځینو سیلاب ځپلو سیمو ته یې مرستې استولې دي.
نوموړي د کابل د پغمان سیمې ته په اشارې وویل: “هالته مو لومړنۍ مرستې استولې دي. خیمې، خوراکي توکي، البسه، نغدي مرستې شوې دي. “
افغانستان کې له تېرې یوې اوونۍ راهیسې په بېلا بېلو ولایتونو کې ورښتونه روان شوي دي چې د سیلابونو له کبله یې سخت مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.
د مړو شویو کسانو شمېرې بېلا بېلې دي، خو یوازې د وردګو په جلرېز کې ۲۴ کسان مړه شوي وو چې ۲۱ یې د یوې کورنۍ غړي دي.