د پاکستان د پوځ مشر وروستیو څرګندونو ته په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویاند وايي، د “پاکستان امنیتي ځواکونه د خپل بام واورې پر موږ اچوي.”
د کابل۲۴ د راپور پر اساس، د پاکستان د پوځ مشر جنرال سید عاصم منیر وړمه ورځ په پېښور کې یوې غونډې ته ویلي و، چې په پاکستان کې د ترهګرۍ لپاره هېڅ ځای نشته او په پاکستان کې د ترهګرۍ په پېښو کې د افغانانو ښکیلتیا د سیمې ثبات او سولې لپاره یو خنډ دی.
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا وايي، پاکستاني امنیتي چارواکي په خپل هېواد کې د امنیت په ټینګښت کې له پاتې راتلو وروسته داسې څرګندونې کوي.
نوموړی زیاتوي، د طالبانو حکومت دریځ څرګند دی او دوی بیا بیا تکرار کړې چې هېچا ته به اجازه ور نه کړي، چې د نورو او (په ځانګړې توګه) د پاکستان پر ضد د افغانستان خاوره وکاروي.
د طالبانو حکومت د ویاند په وینا، دا یوه داسې موضوع ده، چې د سیمې په کچه شتون لري او د نوموړي په ټکو باید حل ورته وموندل شي. خو دا یې ونه ویل چې دواړه لوري څه ډول حل لار موندلی شي.
دې ته ورته تورونه له دې مخکې د پاکستان بهرنیو او دفاع وزارتونو له لوري هم لګول شوي دي. څه موده وړاندې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ادعا وکړه چې د پاکستان په ناامنیو کې ځینې افغانان هم ښکېل دي او دوی یې ثبوتونه او شواهد د طالبانو حکومت سره شریک کړي دي.
ښاغلي مجاهد په دې هکله وویل، د ځینو کسانو انفرادي “جنایت مانا دا نه ده، چې موږ به خدای مه کړه، د پاکستان خلک یا حکومت پړ بولو او پاکستاني امنیتي چارواکي هم باید په خپل هېواد کې د امنیت ټینګښت ته متوجه واوسي.”
ښاغلي مجاهد په خپلو خبرو کې د پاکستاني طالبانو موضوع د هغه هېواد (داخلي) خبره وبلله او پا وینا یې پر خپل دریځ ټینګ دي چې هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې د نورو بې ثباتۍ لپاره کار واخلي او په خبره یې موږ په دې هکله (جدي) یو.