سعودي عرب ته د انتوني بلېنکن سفر او په منځني ختیځ کې نوي پرمختګونه

سعودي عرب ته د انتوني بلېنکن سفر او په منځني ختیځ کې نوي پرمختګونه

د کابل۲۴ د راپور پر اساس، انتوني بلينکن د سعودي عرب له ولیعهد محمد بن سلمان سره په لیدنه کې خپل منځي مسایلو ورهاخو په منځني ختیځ او نړۍ کې ځینو مسایلو خبرې کړي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، ښاغلي بلینکن د دواړو هېوادونو ترمنځ د بشري حقونو په سر اړیکي ښه شوي خو په دې اړه یې ډېر جزیات نه دي ورکړي.

د هغه په خبره محمد بن سلمان او بلېنکن په اقتصادي همکاریو او انرژۍ هم خبرې کړې دي.

د سه شنبه په ورځ د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن داسې مهال سعودي عرب ته خپل درې ورځینی سفر پیل کړی چې سیمه کې تازه ډيپلوماتیک پرمختګونه شوي، له هغې ډلې اووه کاله وروسته ایران په سعودي کې خپل سفارت بیا پرانیستی دی.

خو سعودي عرب د دغه جګپوړي امریکایي ديپلومات سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکو ښه کولو لپاره بلل شوی، هغه اړیکې چې د دغه پخوانیو ملګرو هېوادونو ترمنځ په وروستیو کې سړې شوې.

امریکا تمه لري په دې سفر کې د سعودي او اسراییلو ترمنځ د اړیکو عادي کولو لپاره هڅې وکړي او دارنګه په سوډان او یمن کې د روانو شخړو حل ته لاره ومومي.

د امریکا او سعودي ترمنځ اړیکې په ۲۰۱۸م کال کې د جمال خاشقجي له ترور نه وروسته خړې پړې شوې.

په تېر یوه کال کې کله چې د نفتو لوی صادرونکی هېواد سعودي عرب د امریکا د هغو هڅو ملاتړ ونه کړ چې په اوکرایین د روسیې له یرغل وروسته امریکا غوښتل د نفتو بیې ټيټې کړي، د دوی ترمنځ اړیکې نورې هم سړې او پیچلې شوې.

په داسې حال کې چې د امریکا تر بندیزونو لاندې د وېنزیویلا ولسمشر نیکولاس مادورو هم په دې وروستیو کې د نفتو د بل ستر صادرونکي هېواد د ولسمشر په توګه سعودي عرب ته سفر کړی و.

له دې سره سره امریکا او سعودي عرب په سوډان کې د جګړو له پيل سره د دواړو ترمنځ د ستراتېژیکو دفاعي اړیکې پالل او د سعودي عرب لخوا له سوډان څخه د بهرنیو وګړو ایستل د دوی ترمنځ د تاریخي ملګرتیا ښکارندویي کوي.

 

کابل۲۴ یو خپلواک خبري اژانس دی، چې له افغانستان، سیمې او نړۍ څخه ۲۴ ساعته تازه خبرونه تاسو ته وړاندي کوي. کابل۲۴ د تازه خبرونو، راپورونو او مسلکي شننو په وړاندې کولو سره، د ټولو افغانانو او په ځانګړې توګه مېرمنو او قومي لږکیو بشري حقونو ته ژمن او د بنسټیزو انساني ازادیو د ودې او پرمختګ په موخه کار کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *