سیاسي مرستیال: پاکستان دې ژر تر ژره افغان بندیان خوشي کړي

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي اصف دراني سره په کتنه کې له نوموړي څخه غوښتي چې پاکستان کې دې له افغان کډوالو سره ښه چلند وشي او هغه افغان کډوال، چې دا مهال د دغه هېواد زندانونو کې پراته دي، بايد ژر تر ژره خوشې شي.

د کابل۲۴ د راپور پر اساس، سياسي مرستيال په دغه کتنه کې ویلي چې د افغانستان سرپرست حکومت له پاکستان سره د سیاسي، اقتصادي او کلتوري اړیکو لا ډېرښت او قوت غواړي او باوري دی، چې پاکستان او افغانستان په خپلمنځي سوداګرۍ کې تر نورو ډېره ګټه کولی شي.

په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني ژمنه کړې، چې په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو ستونزې هواروي او د دوی په زندانونو کې د افغان بندیانو خوشې کولو، افغان سوداګرو ته د ویزو او نورو اسانتیاوو برابرولو، په تورخم او سپین بولدک د تګ راتګ پر مهال د خنډونو لمنځه وړلو او نورو برخو کې به عاجل اقدامات وکړي.

کابل۲۴ یو خپلواک خبري اژانس دی، چې له افغانستان، سیمې او نړۍ څخه ۲۴ ساعته تازه خبرونه تاسو ته وړاندي کوي. کابل۲۴ د تازه خبرونو، راپورونو او مسلکي شننو په وړاندې کولو سره، د ټولو افغانانو او په ځانګړې توګه مېرمنو او قومي لږکیو بشري حقونو ته ژمن او د بنسټیزو انساني ازادیو د ودې او پرمختګ په موخه کار کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *