سیګار: د نا دولتي ادارو په چارو کې د طالبان لاسوهنې مخ په ډېرېدو دي او باید مخه یې ونیول شي

حیات الله «داوري»
د افغانستان بیا رغونې لپاره د امریکا د ځانګړي څارونکي ادارې یا سیګار په خپل تازه راپور کې ویلي، د نادولتي ادارو په چارو کې د طالبانو لاسوهنې د بشري مرستو بهیر ټکنی کړی دی.

د کابل۲۴ د راپور پر اساس، سیګار همدا راز د امریکا کانګرس ته په خپل رپوټ کې ویلي، د امریکا لخوا یوې تمویل شوې ارزونې موندلې چې د افغانستان مرکزي بانک د طالبانو له حکومته خپلواک نه دی او په وینا یې د ناقانونه پیسو د لېږد او د ترهګرۍ د مالي ملاتړ مخنیوي لپاره اړینې لارې چارې نه لري.‌

دې ادارې په خپل رپوټ کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږیو ادارې له قوله ويلي، په داسې حال کې چې افغانستان د بشري مرستو په برخه کې تر ټولو لوی ناورین سره مخامخ دی، په دغه هېواد کې د روان میلادي کال په لومړیو درې میاشتو کې د هغو کسانو شمېر ته نیم میلیون لا نور خلک ورزیات شوي چې ژوند ژغورونکو مرستو ته اړتیا لري.

د دوی په وینا د طالبانو د حکومت تګلارو د بشري مرستو بهیر تر هر بل وخت له ډېرو ننګونو سره مخامخ کړی دی.

خو د طالبانو حکومت بشري مرستو کې لاسوهنه په کلکه رد کړې او ویاند یې ذبیح الله مجاهد وايي، “د اسلامي امارت (د طالبانو حکومت) لخوا د اینجوګانو او موسساتو په کارونو کې هېڅ ډول مداخله نه کېږي.”

سیګار وايي، که طالبان خپلې تګلارې بدلې او دوامداره ودې ته لومړیتوب ورنه کړي، په افغانستان کې د نفوس له ډېرېدو سره به دغه هېواد په نږدې راتلونکې کې د بې‌وزلۍ په جال کې راګیر شي.

دې ادارې ویلي په داسې حال کې چې د افغانستان اقتصادي وضعیت نازک دی، خو طالبان د نادولتي مؤسسو په فعالیتونو کې لاسوهنې زیاتې کړې او د دوی د چارو پر وړاندې خنډونه جوړوي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد “موږ دا ادعا په کلکه ردوو. د اسلامي امارت (د طالبانو حکومت) لخوا د اینجوګانو او موسساتو په کارونو کې هېڅ ډول مداخله نه کېږي. خصوصا د هغوی په مالي برخو کې، هغوی د دوی په خپل واک کې دي او له خپل پروسیجر سره سم یې لګوي.”

نوموړی زیاتوي، “یوازې که کله څوک شکایت وکړي، د ویش د شفافیت په اړه یا د ځینو امنیتي احتیاطي تدابیرو په اړه. اسلامي امارت له موسساتو سره همکار دی، خو د هغو په چارو کې هېڅ ډول مداخله نه لري او په دې اړه چې کوم رپوټونه خپاره شوي‌ موږ یې ردوو.”

د سیګار په وینا د روان کال په لومړۍ ربعه کې د طالبانو لاسوهنې د بشري مرستو بهیر په ثابت ډول پڅ کړی چې ورسره د ۲۰۲۳ کال لومړیو پنځو میاشتو کې بشري مرستو ته د لاسرسي د محدودېدو پېښو کې د تېر کال د همدومره مودې پرتله ۳۲ سلنه لوړوالی راغلی دی.

د سیګار د رپوټ په حواله د بشري مرستو پر وړاندې خنډونه د دې لامل شوي چې ملګري ملتونه د ۲۰۲۳ کال لپاره په افغانستان کې خپله د بشري مرستو بودیجه ۳۰ سلنه کمه کړي.

په دغه رپوټ کې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) راپور ته اشاره شوې چې پکې ویل شوي د بشري مرستو بودیجه کې ۳۰ سلنه کموالی به د افغانستان اقتصادي وده هم پڅه کړي.

سیګار د امریکا د نړیوالې پراختیايي ادارې د بشري مرستو د برخې له قوله ویلي، په روان کال کې بشري مرستو ته د لاسرسي پر وړاندې تر ټولو لوی خنډ د طالبانو لاسوهنه ده.

دوی ویلي، په دایکندي، غور، او ارزګان کې د ملګرو ملتونو د مرستو لړۍ د لارو په اوږدو ځنډول شوې، مسیر یې بدل کړای شوی او نور خنډونه ورته جوړ کړای شوي دي.

دوی وايي، سیګار د امریکا د نړیوالې پراختیايي ادارې د بشري مرستو ادارې وروستي معلومات ښيي چې یوازې د روان کال په اپریل میاشت کې مرستو ته د لاسرسي بهیر کې د طالبانو د مداخلې ۱۱۰ پېښې ثبت شوې دي.

د بېلګې په ډول یوناما راپور ورکړی چې د روان کال د مې په لومړۍ نیټه د طالبانو امنیتي کسانو د دوی دوه ښځینه کارکوونکې په دې پلمه نیولې او بندیانې کړې وې چې نارینه محرم ورسره نه و.

سیګار ویلي، د جون په میاشت کې د ملګرو ملتونو څلورو همکارو ادارو د طالبانو لخوا په نادولتي مؤسسو کې د ښځو پر کار د بندیز په غبرګون کې خپل فعالیتونه په جزئي ډول درولي و.

د سیګار رپوټ کې ویل شوي چې امریکا لا هم له افغانستان سره تر ټولو لوی مرسته کوونکی هېواد پاتې شوی چې د پخواني حکومت له سقوط او واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې یې له افغانستان سره شاوخوا ۲ اعشاریه ۳۵ میلیارده ډالره مرسته کړې.

ملګرو ملتونو د روان کال په مارچ میاشت کې په افغانستان کې د ۲۳ اعشاریه ۷ میلیونه کسانو ته د بشري مرستو رسولو لپاره د ۳ اعشاریه ۵ میلیارده ډالرو د راټولو غږ وکړ.

خو د طالبانو لخوا په نادولتي ادارو کې د ښځو پرکار له بندیز وروسته دغې ادارې د جون په لومړیو کې خپل پلان ۳ اعشاریه ۲ میلیارده ډالرو ته راکښته کړ چې له کبله یې د بشري مرستو لپاره بسپنه کې ۳۰ سلنه یا ۱ اعشاریه ۳ میلیارده ډالره کموالی راغی.

کابل۲۴ یو خپلواک خبري اژانس دی، چې له افغانستان، سیمې او نړۍ څخه ۲۴ ساعته تازه خبرونه تاسو ته وړاندي کوي. کابل۲۴ د تازه خبرونو، راپورونو او مسلکي شننو په وړاندې کولو سره، د ټولو افغانانو او په ځانګړې توګه مېرمنو او قومي لږکیو بشري حقونو ته ژمن او د بنسټیزو انساني ازادیو د ودې او پرمختګ په موخه کار کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *