شینکۍ کړوخېل: ځیني سنتي مشران فکر کوي چې ښځې د تعليم حق نه لري

د ولسي جرګې پخوانۍ غړې شینکۍ کړوخېل وایي، ځیني سنتي مشران نه غواړي نجونو ته د زده‌کړو اجازه ورکړل شي، خو قومي مشران او ځوانان دې له چارواکو سره په دې اړه خبرې وکړي.

د کابل۲۴ د راپور پر اساس، د ولسي جرګې پخوانۍ غړې او په کاناډا کې د افغانستان مخکنۍ سفیرې شینکۍ کړوخېل په یوې ځانګړې مرکه کې ویلي: «د طالبانو په حرکت کې یو تعداد سنتي مشران دي چې فکر کوي ښځې د تعلیم حق نه لري، وايي ښځه یا د کور ده یا د ګور ده او د کور په چاپېریال کې باید مصروفه وي، دوی نه غواړي چې ښځې تصمیم نیوونکې و اوسي او یا د افغانستان لپاره کوم رول ولوبوي.»

کړوخېل وايي: «دوی (د افغانستان د سرپرست حکومت چارواکو ته) ته په نړۍوالو غونډو کې ونډه نه ورکول کېږي، مهمې څوکۍ ورته نه دي سپارل شوي او رسمیات هم نه لري، له دې امله نه شي کولی ډېر دوام وکړي.»

هغه زیاتوي، په افغانستان کې یو بد بشري ناورین راروان دی چې د هغه مدیریت کول د اوسني سرپرست حکومت په وس کې نه دي او دغه حکومت باید په دې برخه کې له نړۍوالې ټولنې مرسته وغواړي.

د نوموړې په وینا، د افغانستان په تېرو څلورو لسیزو جګړو کې د سیمې استخبارات ښکېل وو، په ځانګړې ډول ایران او پاکستان او د خپلو موخو لپاره یې افغانان وکارول، خپل ادرسونه او مهرې یې درلودې او مرستې یې ورسره کولې.

د ولسي جرګې دغه مخکنۍ غړې چې د ښځو فعاله هم ده، ادعا کوي چې په افغانستان کې له مېرمنو هرڅه اخیستل شوي، خپل تصمیم نه شي نیولی او یو مړۍ ډوډۍ هم نه شي پیدا کولی.

هغې زیاته کړه، قومي مشران او ځوانان باید ولاړ شي، د افغانستان د سرپرست حکومت له چارواکو سره د خپلو اولادونو د راتلونکې په اړه خبرې وکړي او د نجونو زده‎کړې دې ترې وغواړي.

کړوخېل زیاتوي: «د دښمن شومې پدیدې دي چې په نړۍواله کچه دا توجیه کوي چې افغانان د کلتوري مسئلې له امله د نجونو له زده‌کړو سره ستونزه لري … حکومت دې ښوونځي پرانیزي، څوک چې ورځي وربه شي او که څوک نه غواړي نو نه دي ورځي.»

د هغې په وینا، موږ فکر کاوه چې نړۍواله ټولنه افغانستان ته د دې لپاره راغلې وه چې دا هېواد جوړ کړي، خو هر چا د خپلو ګټو لپاره کار کاوه او استخباراتي کړیو هم په افغانستان کې ژور لاس درلود.»

هغې زیاته کړه، له طالبانو سره د امریکایانو خبرې د سولې برنامه نه وه، بلکې د دوی د وتلو برنامه وه او په دې پروسه کې خلیلزاد ډېر منفي رول ولوباوه او سطحي فکر یې کړی و.

شینکۍ کړوخېل وايي: «اوس په بهر کې هم سیاسي حرکتونه شته او هم مدني او دغه حرکتونه دواړه باید د ښځو حقونو موضوع راپورته کړي او له طالبانو وغواړي چې پر ښځو دغه ناروا محدودیتونه له منځه یوسي.»

کړوخېل زیاته کړه، یاد حرکتونه ځکه تر اوسه کومه پایله نه لري چې یوې اجماع ته نه دي رسېدلي او هر کله چې یو شول نو بیا به قوي غږ ولري او نړۍ به هم غوږ ورته ونیسي.

نوموړې ټینګار کوي، چې اختلافونه باید د خبرو له لارې حل شي او د افغانستان سرپرست حکومت باید له «خودخواهۍ لاس واخلي او د سیمې د استخباراتو دې هم نه مني.»

دغه راز کړوخېل وویل چې نوی حکومت دې د یوه میکانیزم له لارې جوړ شي څو مشروعیت ترلاسه کړي او له دې لارې به د افغانستان په وضعیت کې هم مثبت بدلون راشي.

دا په داسې حال کې چې د اسلامي امارت چارواکو له دې مخکې ویلي چې حکومت یې مشروعیت لري، د ښځو حقونه خوندي دي، ډېرې ښځي دندو ته ځي او ځینو ته په کورونو کې تنخوا ورکوي، د نجونو د زده‌کړو ځنډېدل موقتي دي او د شریعت په چوکاټ کې به حل لار ورته وموندل شي.

کابل۲۴ یو خپلواک خبري اژانس دی، چې له افغانستان، سیمې او نړۍ څخه ۲۴ ساعته تازه خبرونه تاسو ته وړاندي کوي. کابل۲۴ د تازه خبرونو، راپورونو او مسلکي شننو په وړاندې کولو سره، د ټولو افغانانو او په ځانګړې توګه مېرمنو او قومي لږکیو بشري حقونو ته ژمن او د بنسټیزو انساني ازادیو د ودې او پرمختګ په موخه کار کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *