طالبان: اقلیمي بدلونونه ایران ته د اوبو حقابې نه رسېدو اساسي لامل دی

د طالبانو حکومت د ایراني پلاوي له لوري د دهراود د هایدرولوجیکي وسایلو د لیدنې په اړه یوه خبرپاڼه کې ویلي، دوی هر ممکنه خیر ته په وینا او عمل کې ژمن دي، په تېره د اوبو برخه کې چې یوه حیاتي ماده ده.

د کابل۲۴ د راپور پر اساس، طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، د ایران یوه تخنیکي پلاوي د اسد میاشتې پر ۱۸مه د ابهاماتو لیرې کولو لپاره د دهراود هایډرولوجیکي سیستم کې د اوبو د جریان د کتنې زمینه برابره شوه.

خبرپاڼه وايي، ایراني پلاوي له کتنې او د اوبو له ندازه کولو وروسته روان کال د اقلیمي بدلون د نړیوالې پدیدې له امله د عادي اوبو له کال څخه ډېر کم وباله.‌

طالبان وايي، ایراني پلاوي د خپلې کتنې پایله کې ومونده چې د هلمند سیند لږ تر لږه د اوبو جریان لري او د ارغنداب، موسی کلا، ارغستان او ترنک په شان مرستندویه سیندونه یې په بشپړه توګه وچ دي، چې په دې توګه د هلمند سیند اوبه د ډېلټیا سیمې ته رسېدل خورا ستونزمن دي.

د طالبانو د حکومت په خبره، د اوبو جریان د احصایې د تحلیل پر بنسټ، دا په ښکاره جوتېږي چې ایران ته د اوبو حقابې د نه رسېدو برخه کې هېڅ ډول انساني کړنه او اراده نه ده شامله، خو مجبره حالت ددې کار لامل شوی دی.‌

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې پای کې وايي، د باران په ورېدو او د مناسبو شرایطو په برابرېدو به د هلمند سیند لاندې سیمو کې د افغانستان په نیمروز ولایت او د ایران د اسلامي جمهوریت د سیستان د اوسېدونکو حقابه تامین کړل شي.

وړاندې، د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي او کابل کې د ایران سفارت چارسمبالي حسن کاظمي قمي ویلي وو، چې ایراني کارپوهانو په افغانستان کې د هلمند (هیرمند) اوبو سرچینې کتلې دي.

ایراني رسنیو د ښاغلي کاظمي له خولې ویلي، چې “زموږ تخنیکي ډله دا مهال په کابل کې ده، لیدنه وشوه او راپور به یې ډېر ژر موږ ته ورسېږي”.

کابل۲۴ یو خپلواک خبري اژانس دی، چې له افغانستان، سیمې او نړۍ څخه ۲۴ ساعته تازه خبرونه تاسو ته وړاندي کوي. کابل۲۴ د تازه خبرونو، راپورونو او مسلکي شننو په وړاندې کولو سره، د ټولو افغانانو او په ځانګړې توګه مېرمنو او قومي لږکیو بشري حقونو ته ژمن او د بنسټیزو انساني ازادیو د ودې او پرمختګ په موخه کار کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *