طالبان: د تورخم دروازې بند ساتل په افغانستان کې بشري ناورین ته لاره هواروي

د افغانستان او پاکستان تر منځ تورخم کې پر ډیورنډ کرښه د تګ راتګ لار په شپږمه پرلپسې ورځ هم بنده ده چې په ښکاره یې د دواړو غاړو خلکو ته ګڼې ستونزې پیدا کړې دي.

د کابل۲۴ د راپور پر اساس، په پاکستان کې د افغانستان سرپرست سفیر احمد شکېب وايي، د طالبانو چارواکو له پاکستاني چارواکو سره په خبرو کې دا څرګنده کړې، “د لارې تړل دواړو خواوو ته بشري ناورین رامنځ ته کوي. عامو خلکو ته زیات زیان اړوي او دا باید له سیاسي او امنیتي مسلو سره ونه تړل شي.”

د ښاغلي احمد شکېب په وینا د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني ورته ویلي، دوی هم ورته نظر لري او په کار ده چې دا لار خلاصه شي، ځکه دواړو غاړو ته دا یوه بشري موضوع ده.

دی زیاتوي پاکستاني لوري دا هم نه ده روښانه کړې چې ولې یې برید کړی او ورسره یې د تورخم دروازه هم د خلکو پر مخ تړلې ده. خو نوموړی وايي، تمه لري چې دا دروازه به د خلکو پر مخ ژر خلاصه شي.

په تورخم کې د طالبانو کمیسار مفتي عصمت الله یعقوب وايي، ټاکل شوې نن (دوشنبه) د ورځې پای کې یو ځل بیا پر ډیورنډ کرښه له پاکستاني چارواکو سره غونډه ولري.

ښاغلي یعقوب وړمه ورځ هم له پاکستاني ځايي چارواکو سره کتلي و خو ناسته یې بې پایلې پای ته رسېدل وه.

د ښاغلي شکېب په وینا د هغې پوستې د جوړولو په تړاو چې پاکستاني لوري اعتراض درلود، پخوا هم موجوده وه او کار پرې شوی و. او اوس په ناڅاپي ډول په دې تړاو برید دوی هم حیران کړي دي.

په ننګرهار کې ډیورنډ ته څېرمه سلګونو کسانو د دې لارې د تړلو پرضد لاریون هم کړی او د پرانیستو غوښتنه یې کړې. وړمه ورځ بیا د تورخم بلې غاړې ته هم ځینې ځايي خلک او سوداګر د اعتراض په ډول سړکونو ته وتلي وو او له دواړو لورو یې غوښتنه کوله چې دغه لاره د ټرانزیټ او مسافرو لپاره ژر پرانیزي.

بل پلو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ ویلي “د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وروستۍ

څرګندونې د حیرانتیا وړ دي، د افغانستان چارسمبالي حکومت چارواکي د تورخم دروازې د تړل کیدو په لاملونو ښه پوهېږي.”

د اغلې بلوچ په وینا د سپټمبر په شپږمه، افغان ځواکونو د یوه سوله ییز هوډ پر ځای د پاکستاني پوځیانو پوستې په نښه کړې، د تورخم د پولې په ترمینل کې یې زیربناوې زیانمنې کړې او کله یې چې مخه ونیول شوه، د پاکستان او افغان ملکي وګړو ژوند یې په خطر کې واچاوه.

تېره ورځ د باختر اژانس د تورخم ښاروال له قوله لیکلي و، پاکستاني لوري دا منلې، چې لاره دوی بنده کړې او برید هم د دوی له لوري په افغان خاوره شوی.

پاکستان په خپلواکه توګه د طالبانو دې ادعا په اړه چې ریښتیا هم اول نښته چا پیل کړې، لا رسمي څه نه دي ویلي.

کابل۲۴ یو خپلواک خبري اژانس دی، چې له افغانستان، سیمې او نړۍ څخه ۲۴ ساعته تازه خبرونه تاسو ته وړاندي کوي. کابل۲۴ د تازه خبرونو، راپورونو او مسلکي شننو په وړاندې کولو سره، د ټولو افغانانو او په ځانګړې توګه مېرمنو او قومي لږکیو بشري حقونو ته ژمن او د بنسټیزو انساني ازادیو د ودې او پرمختګ په موخه کار کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *