له طالبانو د امریکا غوښتنه؛‌ د بشري حقونو ځپونکو پالیسیو په شا شئ

د امریکا بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، استازو د دوحې په خبرو کې له طالبانو غوښتي چې د بشري حقونو د ناوړه حالت رامنځته کوونکې پالیسۍ بېرته واخلي.

د کابل۲۴ د راپور پر اساس، په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي، په دغو دوو ورځنیو خبرو کې د دواړو لورو تر منځ د نورو موضوعاتو تر منځ پر باور جوړونې، د افغانستان د بانکي زېرمو پر آزادېدو، له نشه‌يي توکو سره پر مبارزه او بشري حقونو خبرې شوې.

امریکايي پلاوي له طالبانو د امریکايي وګړو د ژر او بې قید او شرطه خلاصېدو غوښتنه هم کړې او ټینګار يې کړی چې دا رنګ نیونې د مثبت تعامل پر وړاندې جدي خنډ دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازو او په افغانستان کې د طالبانو د حکومت لوړپوړي پلاوي د یکشنبې او دوشنبې په ورځو د تړلو دروازو تر شا خبرې او سلامشورې کړې.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ دا له لوپوړو طالب استازو سره په افغانستان کې د امریکا د حیاتي ګټو په تړاو خبرې بللې.

هغه دا خبرې دوه اړخیزې، په جزئياتو او صادقانه بللې او د دواړو افغانانو او د امریکا د ګټو خوندي کولو لپاره يې دوام اړین بللی.

هغه ليکلي په دغو ناستو کې د افغانستان پر اقتصاد، بشري حقونو، بشري اړتیاوو، امنيتي ژمنو، ټولګډون والي او د نشه‌يي توکو پر ضد مبارزه خبرې شوې.

له دغې ناستې وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي چې امریکايي چارواکو د افغانانو د ملاتړ په موخه د باور رامنځته کولو ساحې په ګوته کړې.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې په افغانستان کې د بشري حقونو د بحران، نیونو، د رسنیو د ځپنې او مذهبي محدودیتونو په اړه ژوره خواشيني ښودل شوې او پکې راغلي، امریکايي پلاوي له طالبانو غوښتي خپل هغه سیاستونه بدل کړي چې د بشري حقونو په تېره بیا ښځو او نجونو او زیان منونکو ټولنو حالت یې خراب کړی.

د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري هم پر ټویټر ليکلي چې د دغو دوو ورځو ناستو په اوږدو کې يې “په وار وار په افغانستان کې د بشري حقونو د حالت د سمون پر بيړنۍ اړتیا ټینګار” کړی.

هغې زیاته کړې چې “د ښځو او نجونو پر وړاندې د محدودیتونو د لیرې کولو، تعلیم او کار ته د لاسرسي، د بندیانو خلاصون، د جسمي مجازاتو ختمولو، په رسنیو او بیان آزادیو د فشار ختمولو” غوښتنه هم کړې او دغه راز يې ټینګار کړی چې “د امنیت، اقتصادي پرمختیا او ثبات د ترلاسه کولو لپاره، د هیلو او بشري پانګو ساتلو او له نړیوالې ټولنې سره د دریځ په ښه کولو کې، بشري حقونو ته درناوی اساسي ارزښت لري”.

امریکايي پلاوي د طالبانو د مالیې وزارت او مرکزي بانک له استازو سره هم پر اقتصادي حالت او د بانکي سکتور پر ننګونو خبرې کړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي امريکايي چارواکو د انفلاسیون کمېدو او په ۲۰۲۳ کال کې د صادراتو او وارداتو د ودې په تړاو هم له طالب چارواکو اورېدلي او د افغانستان د اقتصادي ثبات اړوند يې نورو تخنيکي بحثونو ته هم چمتووالی ښودلی.

طالب پلاوي هم د افغانستان پر بانکونو د ډېرو محدودیتونو ليرې کېدل یو مثبت بدلون بللی.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د دواړو لورو تر منځ د باور جوړونې، په دغه لاره کې د عملي ګامونو اخيستلو، تورو لستونو او بندیزونو لېرې کولو، د افغانستان بانک زېرمو ازادولو، د افغانستان اقتصادي ثبات ساتلو، مخدره موادو پر خلاف د مبارزې او بشري حقونو پر موضوعاتو خبرې شوې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي چې امریکايي پلاوي له طالبانو دا هم اورېدلي چې دوی په خپله هغه ژمنه ولاړ دي چې د افغانستان له خاورې به د امریکا او د هغې د هم‌ټلوالو لپاره ګواښ نه پېښېږي او دواړو لورو پر خپلو امنيتي ژمنو د درېدو لپاره د طالبانو پر هڅو هم خبرې کړې.

امریکايي پلاوي پر دې هم اعتراف کړی چې پر ملکیانو ستر ترهګریز بریدونه کم شوي.

په اعلامیه کې راغلي چې امریکايي پلاوي د طالب چارواکو دا ريپوټونه هم اورېدلي چې د دوی د حکومت لخوا پر نشه‌يي توکو بندیز د دغو توکو پر کرکیله کې د پام وړ کموالي لامل شوی. که څه هم امریکايي چارواکي لا هم د نشه‌يي توکو د ځینو ځانګړو ډولونو د پلور او قاچاق اړوند اندېښنه ښودلې.

کابل۲۴ یو خپلواک خبري اژانس دی، چې له افغانستان، سیمې او نړۍ څخه ۲۴ ساعته تازه خبرونه تاسو ته وړاندي کوي. کابل۲۴ د تازه خبرونو، راپورونو او مسلکي شننو په وړاندې کولو سره، د ټولو افغانانو او په ځانګړې توګه مېرمنو او قومي لږکیو بشري حقونو ته ژمن او د بنسټیزو انساني ازادیو د ودې او پرمختګ په موخه کار کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *