محمد اشرف غني: په سیاسي ډګر کې له ‘جنګسالارانو’ سره یو ګام پورته کولو ته هم چمتو نه یم

د افغانستان د پرځول شوي جمهوریت مخکينی ولسمشر محمد اشرف غني وايي “د افغانستان په سیاسي ډګر کې له جنګسالارانو سره یو ګام پورته کولو ته” هم چمتو نه دی.

د کابل۲۴ د راپور پر اساس، نوموړي د لوی اختر په مناسبت خپاره شوي پیغام کې ویلي، چې د “جنګسالارانو” د سیاسي برخلیک او هېواد کې د اوسېدو په اړه پرېکړه د ولس په لاس کې ده.

مخکيني ولسمشر په اختریز پيغام کې د مشروع نظام پر ژر جوړېدو ټینګار کړی او وايي د طالبانو حکومت د افغانستان مسله نه شي حل کولای.

ښاغلی غني وايي، ولس د دې حق لري چې له “جنګسالارانو پوښتنه وکړي چې ولې یې طلايي فرصتونه ضایع کړل.” خو د ښاغلي غني مخالفان پر ده تور لګوي چې د سولې پر وړاندې یې خنډونه جوړول.

پر نوموړي دا تور هم دی چې پخپله لومړۍ دوره واکمنۍ کې یې ځینې “جنګسالاران” آن خپل ټاکنیز ټکټ ته له ځان سره درولي وو.

نوموړي په خپل پیغام کې د هغو جنګسالارانو نومونه نه دي یاد کړي چې دی ورسره په سیاسي ډګر کې یو ځای کېدل نه غواړي.

محمد اشرف غني چې د جمهوري حکومت له پرځېدو وروسته په متحده عربي اماراتو کې اوسېږي، په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت هم نېوکې کړي دي او وايي “د دین په نامه له دین او ملت سره په شخړه کې دي.”

نوموړي پر طالبانو تور پورې کړی چې د افغانستان کانونه یې “لیلام” کړي دي. ښايي د ښاغلي غني اشاره به د ډبرو سکرو کانونو ته وي چې لویه برخه یې پاکستان او نورو هېوادونو ته لېږدول کېږي.

خو د طالبانو حکومتي چارواکي تل ټینګار کوي، چې د ډبرو سکاره او نور کانونه په شفاف ډول وباسي.

ښاغلي غني په خپل اختریز پیغام کې په افغانستان کې د تاوتریخوالي پای “جبري امنیت” بللی چې د ده په ټکو “نتیجه نه ورکوي.”

طالبان په افغانستان کې یوه تر ټولو ستره لاسته راوړنه “د امنیت ټینګښت بولي” او ادعا کوي چې “اوسنی امنیت کمساری دی.”

خو د طالبانو حکومت په کور دننه او بهر د نړیوال مشروعیت له نشتوالي سره مخ دی. اوس نږدې دوه کاله کېږي چې هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی- داسې څه چې د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده هم ترې ناراضه ښکاري.

نوموړي تېره اوونۍ د اطلاعاتو او کلتور له ولایتي مشرانو سره په خبرو کې ویلي و، چې آن مسلمان هېوادونه یې هم حکومت په رسمیت نه پېژني.

کابل۲۴ یو خپلواک خبري اژانس دی، چې له افغانستان، سیمې او نړۍ څخه ۲۴ ساعته تازه خبرونه تاسو ته وړاندي کوي. کابل۲۴ د تازه خبرونو، راپورونو او مسلکي شننو په وړاندې کولو سره، د ټولو افغانانو او په ځانګړې توګه مېرمنو او قومي لږکیو بشري حقونو ته ژمن او د بنسټیزو انساني ازادیو د ودې او پرمختګ په موخه کار کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *