مسوولین: د بدخشان چاودنه کې ۱۱ کسان وژل شوي، لسګونه ټپیان دي

روغتیايي مسوولین: د بدخشان چاودنه کې ۱۱ وژل شوي، لسګونه ټپیان دي
د افغانستان په شمال ختیځ بدخشان ولایت کې روغتیايي چارواکو  ویلي، چې د طالبانو د مرستیال والي په فاتحه کې چاودنې لږ تر لږه ۱۱ کسان وژلي او ۳۳ نور ټپیان دي.

د فیض اباد په مرکزي روغتون کې یوې سرچېنې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي کابل۲۴ ته ویلي “زموږ روغتون ته ۱۱ جنازې او ۳۳ ټپیان رواړول شوي دي.”

د دغې سرچینې په وینا په ټپیانو کې د ۱۵ یې روغتیايي حالت نازک وو او د الوتکې له لارې کابل ته د درملنې لپاره وړل شوي دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبح الله مجاهد وايي، دغه چاودنه اسلامي دولت نومي ډلې یا داعش کړې. خو خپله داعش تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

چاودنه داسې مهال رامنځ ته شوې چې د طالبانو د مرستیال او سرپرست والي نثار احمد احمدي د فاتحې مراسم په نبوي جومات روان وو.

د بدخشان د والي مرستیال او موټر چلوونکی یې د سه شنبې په ورځ په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شول، چې مسوولیت یې داعش ډلې منلی وو.

دوو سرچينو رسنیو ته تاييد کړې، چې په نننۍ چاودنه کې د بغلان د طالبانو پخوانى امنيه قومندان صفي الله يفتلي، حاجي اکرم خان او د طالبانو یو سيمه ييزو چارواکی ضياالحق ابوذر وژل شوي دي.

له دې وړاندې هم پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته بدخشان کې د طالبانو پر لوړ پوړو کسانو بریدونه شوي.

تېر کال نومبر کې د بدخشان لپاره د طالبانو امنیه قومندان یوې چاودنه کې ووژل شوی و. هغه چاودنه فیض اباد کې قومندانۍ ته څ‍ېرمه شوې وه.

کابل۲۴ یو خپلواک خبري اژانس دی، چې له افغانستان، سیمې او نړۍ څخه ۲۴ ساعته تازه خبرونه تاسو ته وړاندي کوي. کابل۲۴ د تازه خبرونو، راپورونو او مسلکي شننو په وړاندې کولو سره، د ټولو افغانانو او په ځانګړې توګه مېرمنو او قومي لږکیو بشري حقونو ته ژمن او د بنسټیزو انساني ازادیو د ودې او پرمختګ په موخه کار کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *