ملګرو ملتونو د افغانستان له پاره خپل دوه کلن نوی ستراتیژیک چوکاټ اعلان کړ

وروسته له یو لړ بې پایلو فشارونو چې ملګرو ملتونو د طالبانو پر حکومت راوستل چې په خپلو تګلارو کې نرمښت راولي، اوس یې تر راتلونکو دوو کلونو خپل ستراتیژیک چوکاټ وړاندې کړ.

دغه سازمان د اعلامیې په خپرولو وایي نوي تکل یې د افغانانو لومړنۍ بشري اړتیاوې په پام کې نیولي. وايي په دې کړنلاره کې د خورا زيانمنونکو کسانو لکه ښځې او نجونې، ماشومان او ځوانان، کورني بې ځایه شوي خلک، راستنېدونکي، کډوال، قومي او د مذهبي اقلیتونو اړتیاوو او حقونو ته لومړیتوب ورکړل شوی دی.

د کابل۲۴ د راپور پر اساس، د ملګرو ملتونو د نوي ستراتیژیک چوکاټ معرفي کولو کې د دغه سازمان د سرمنشي ځانګړې استازې، روزا اوتنبایوا ویلي، د دوی “ستراتیژیک چوکاټ د افغانستان خلکو ته د مرستې یو پیاوړی وړاندیز دی چې د دوی اساسي بشري اړتیاوې په ګوته او د ژوند ژغورونکو بشري مرستو روان بهیر بشپړ” کوي.

راپور وړاندي لیکي، د افغانانو له بنسټیزو اړتیاوو د ملاتړ په پار ملګرنو ملتونو او شریکانو یې لومړیتوبونه په درې برخو وېشلي.

پایېدونکي بنسټیز چوپړونه، د اقتصادي فرصتونو برابرول، ټولنیزه رفاه، بشري حقونه، قانونیت او جنسیتي مساوات.

د ملګرو متلونو اعلامیه لیکي تر ټولو مهم روغتیا، خوراک، زدکړه، کارموندنه، ټولنیز خوندیتوب او داسې نور هغه اړین خدمات بلل شوي، چې ټولو ته به ارزانه او له هر ډول تبعیض پرته په وړیا ډول وړاندې شي.

ملګرو ملتونو یو ځل بیا د طالبانو حکومت ته د “واکمنو چارواکو” د کلمې په کارولو د دوی له خوا پر افغان مېرمنو او نجونو پر لګېدلو محدودیتونو نیوکه کړې ده.

اقتصادي فرصتونه او ښه ژوند بڼه به ټولو ته او په ځانګړي ډول د ښځو په شان محرومو ډلو ته برابر شي.

د بشري حقونو د نړیوالو سندونو پر بنسټ ټولنیز پیوستون، ټولګډونوالی، جنسیتي برابري، بشري حقونه، او د قانون حاکمیت یې بله برخه ده چې وايي په افغانستان کې د دایمي پرمختګ او سولې لپاره اړین دی.

هممهاله د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال او د بشري مرستو همغږي کوونکي ډینیل انډریس ویلي ملګري ملتونه پوهیږي چې یوازې بشرپالې مرستې “د افغانانو د لویې کچې او ډېرېدونکي بشري کړاو د اوارولو لپاره بسنه ونه کړي”.

ملګرو ملتونو یو ځل بیا د طالبانو حکومت ته د “واکمنو چارواکو” د کلمې په کارولو د دوی له خوا پر افغان مېرمنو او نجونو پر لګېدلو محدودیتونو نیوکه کړې ده.

دغه سازمان وايي د طالبانو د حکومت دغه کړنې د ښځو او نجونو فیزیکي خوځښت او په اقتصادي، ټولنیز او عامه ژوند کې د هغوی ګډون محدودوي.

ملګرو ملتونو د نوی ستراتیژیک چوکاټ د پلي کېدلو شونتیا د طالبانو حکومت په کړنو د بسپنه ورکوونکو په ملاتړ پورې تړلې ده. خو تر دې ډېر وضاحت یې نه دی ورکړی چې که طالبان خپلې تګلارې بدلې نه کړي، څه به کوي.

کابل۲۴ یو خپلواک خبري اژانس دی، چې له افغانستان، سیمې او نړۍ څخه ۲۴ ساعته تازه خبرونه تاسو ته وړاندي کوي. کابل۲۴ د تازه خبرونو، راپورونو او مسلکي شننو په وړاندې کولو سره، د ټولو افغانانو او په ځانګړې توګه مېرمنو او قومي لږکیو بشري حقونو ته ژمن او د بنسټیزو انساني ازادیو د ودې او پرمختګ په موخه کار کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *