ولایتي مسوولین: افغانستان کې “د نړیوالو ښوونيزو موسسو د تړلو امر شوی”

حیات الله داوري
د افغانستان په جنوب کې لږ تر لږه دوو سرچینو منلې چې د طالبانو د پوهنې وزیر ورته امر کړی چې د معارف په برخه کې دې “نړیوالې موسسې خپل فعالیتونه یوه میاشت کې ودروي.”

د کابل۲۴ د راپور پر اساس، دغه دوه سرچینې چې د طالبانو د پوهنې وزیر په یوه انلاین غونډه کې یې هم برخه لرله، وايي د پوهنې ټولو ولایتي مشرانو ته امر شوی چې په یوه میاشت کې د پوهنې د برخې چارې له نړیوالو موسسو کورنیو هغو ته وسپاري.

په افغانستان کې نژدې ۵۰۰ زره ماشومان چې عمرونه یې د شپږو او ۱۳ کلونو تر منځ دي او دولتي ښوونځیو نه پاتې شوي، په محلي ښوونځیو کې زدکړې کوي. په دغو کې نژدې ۲۰۰ زره یې نجونې دي.

د پوهنې یوه ولایتي مشر چې نه غواړي نوم یې واخیستل وايي، له دغې کتنې وروسته یې “په خپل ولایت کې ټولو نړیوالو موسسو ته خبر ورکړی چې تر یوې میاشتې خپل کارونه راټول کړي.”

د یوه بل ولایت د پوهنې مشر چې د طالبانو د وزیر په غونډه کې یې برخه اخیستې وه، وايي “د وزارت په امر مو ټول موسسات را غوښتي وو، د وزارت مقام امر مو ورته وړاندې کړ. هغوی باید خپل فعالیتونه په یوه میاشت صفر ته راښکته کړي.”

دغه چارواکي وايي، نه پوهېږي د دې پرېکړې دلیل څه دي خو اټکل کوي چې ښايي د طالبانو د پوهنې وزارت غواړي په دې ډول د پوهنې ټولې چارې د دوی له لارې همغږې شي.

کابل۲۴ یو خپلواک خبري اژانس دی، چې له افغانستان، سیمې او نړۍ څخه ۲۴ ساعته تازه خبرونه تاسو ته وړاندي کوي. کابل۲۴ د تازه خبرونو، راپورونو او مسلکي شننو په وړاندې کولو سره، د ټولو افغانانو او په ځانګړې توګه مېرمنو او قومي لږکیو بشري حقونو ته ژمن او د بنسټیزو انساني ازادیو د ودې او پرمختګ په موخه کار کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *