په شاوخوا دوو کلونو کې، طالبانو د ښځو او ماشومانو په ګډون شپاړس زره کسان زندانونو ته اچولي

عزت الله «سلیمي»
په افغانستان کې د طالبانو حکومت وایي،‌ د ښځو په ګډون ۱۶ زره کسان په محبسونو کې بندیان دي، چې یوازې په تېرو اتو میاشتو کې څلور زره کسان زندانونو ته اچول شوي دي.

په داسې حال کې چې څه کم دوه کاله وړاندې، کله چې طالبان واک ته ورسېدل، د جمهوري حکومت پر مهال ټول بندیان شوي کسان وتښتېدل او ظاهراً ټول محبسونه خالي شول.

د کابل۲۴ د راپور پر اساس، شاوخوا درې نیمې میاشتې وړاندې د کمکي اختر په مناسبت د طالبانو د حکومت سترې محکمې اعلان وکړ چې څه کم ۲۵۰۰ بندیان یې خوشي کړي او د نژدې ۵۰۰ نورو د بند په موده کې یي لږوالی را وستی دی.

خو د تازه راپورونو پر اساس تازه، په افغانستان کې د بندیانو شمېر تر ۱۶ زرو اوښتی دی چې په دوی کې کابو ۱۰۰۰ یې ښځې او او همدومره شمېر یې ماشومان دي.

دا چې په دوی کې څومره په کومو جرمونو بندیان شوي، د بندیخونو چارو د تنظیم ادارې ویاند محمد نسیم لالهاند وایي: ” په دوی کې هغه زندانیان هم شته چې څو میاشتې وړاندې له ایرانه افغانستان ته رالېږدول شوي دي. دا ۱۶۰۰۰ بندیان د جنايي او حقوقي جرمونو په تور بندیان شوي وو او د اړوندو ارګانونو له خوا زموږ ادارې ته راسپارل شوي دي چې د خپل حبس موده تېره کړي.”

د سیاسي بندیانو شمېر نه دی معلوم او چارواکې ادعا کوې، چې زندانیان یې تر ډېره په جنايي جرمونو نیول شوي او یا د نشه یي توکو کاروباریان دي او په وینا یې هېڅ سیاسي بندي نه لري.

خو د یو شمېر مدني فعالانو، خبریالانو او د پخواني حکومت د پوځي افسرانو د کورنیو غړي وایي چې ورته نژدې خلک یې بندیان دي.

په افغانستان کې واک ته تر رسېدو وروسته د طالبانو حکومت هڅه کړې خپل مخالفین وټکوي چې د ځینو رپوټونو له مخې کله نا کله یې د ښځو په ګډون ملکي خلک ربړولي او بندیان کړي. هغه ادعا چې طالبانو تل رد کړې ده.

د بندخونو چارو د تنظیم ادارې پوځي مرستیال حبیب الله بدر له رسنیو سره خبرو کې د ملګرو ملتونو یو رپوټ رد کړی چې ویلي یې ول په اوسنیو بندیانو کې داسې ښځې او نجونې شته چې د حبس موده یې بشپړه کړې خو محرم نه لري چې ور وسپارلې شي.

ښاغلی بدر وايي، د بندخونو چارو د تنظیم ادارې د کار او ټولنیزو چارو له وزارت سره هوکړه لاسلیک کړې چې له مخې یې بې سرپرستې ښځې له بنده تر خوشې کېدو وروسته په یوه خوندي ځای کې ساتلې کېږي او خپل ژوند تېروي.

که څه هم طالب چارواکو په بې مخېینې توګه د زندانیانو زیاتېدو لامل نه دی په ډاګه کړی، خو عام باور دا دی، چې په هېواد کې د بې کارۍ، او فقر کچې لوړېدل هېوادوال یا خو غیرقانوني کډوالۍ او یا هم غلا او نورو جنایي جرمونو ته اړباسي او د دې چارې د مخنیوي له پاره په کار ده چې تر هر څه وړاندې ولس ته کاري فرصتونه پراخ شي.

کله چې دوه کاله وړاندې بېلابیلو ولایتونو ته یو پر بل پسې طالبان ننوتل، له زندانونو داسې بندیان ووتل چې جنايي‌ مجرمین، د طالبانو اړوند کسان او له “اسلامي دولت” نومې داعش ډلې سره تړلي بندیان وو.‌

کابل۲۴ یو خپلواک خبري اژانس دی، چې له افغانستان، سیمې او نړۍ څخه ۲۴ ساعته تازه خبرونه تاسو ته وړاندي کوي. کابل۲۴ د تازه خبرونو، راپورونو او مسلکي شننو په وړاندې کولو سره، د ټولو افغانانو او په ځانګړې توګه مېرمنو او قومي لږکیو بشري حقونو ته ژمن او د بنسټیزو انساني ازادیو د ودې او پرمختګ په موخه کار کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *