د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې د سلاموطندار موندنې ښيي چې ۱۳ ولایتونو کې افغان مېرمنې روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي برخه کې ستونزو سره مخ دي.
د کابل۲۴ د راپور پر اساس، کابل، لوګر، پنجشېر، کاپیسا، سمنګان، بغلان، بدخشان، پروان، سرپل، بامیان، دایکندي، کندوز او نیمروز هغه ولایتونه دي چې ښځې پهکې روغتیايي خدمتونو ته لاسرسي برخه کې ستونزې لري.
د اتو ولایتونو کابل، لوګر، پنجشېر، کاپیسا، سمنګان، بغلان، بدخشان او پروان محلي مسوولان د دې ستونزې د تایید ترڅنګ وايي، د ښځینه ډاکټرانو او د روغتیايي تجهیزاتو کمښت هغه ستونزې دي چې د یادو ولایتونو ښځې یې له امله روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي برخه کې ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
کابل کې د ملالۍ زېږنتون رییسه ملالۍ رحیم فیضي وايي چې دغه روغتون د ښځینه ډاکټرانو او طبي تجهیزاتو له کمښت سره مخ دی.
هغې وویل: «کله چې ناروغانې زیاتېږي، موږ خپل دهلیزونو کې کټونه ږدو. موږ متخصصو ته اړتیا لرو او یوشمېر کدرونه چې د داخلې او جراحي برخه کې موږ سره مرسته وکړي، هغوی ته هم اړتیا لرو. اوس هم کمښت لرو.»
د بدخشان ولایتي روغتون رییس شفیق همدرد هم وايي چې دغه روغتون د ښځو او ماشومانو متخصصو ښځینه ډاکټرانو له کمښت سره مخ دی.
همدرد وویل: «موږ اړتیا لرو چې د ښځو جراحي متخصصه ولرو. د ماشومانو متخصصه ډاکټره ولرو، خو له بدهمرغه چې دې برخه کې ډاکټرانې نهلرو او نه هم څوک معرفي شوي. دې برخه کې ښځینه کدرونه نهلرو.»
د بغلان ولایتي روغتون امر شاهولي احمدزی هم وايي چې د ښځینه ډاکټرانو کمښت له امله هر ډاکټر د ورځې له ۲۰ تر ۳۵ ناروغانې معاینه کوي.
هغه وویل: «د پرسونل له کمښت سره مخ یوو. مثلا یو پرسونل باید پنځه ناروغان وویني، خو موږ یوه ډاکټر ته له ۲۰ تر ۳۵ ناروغانې کېنولي دي چې معاینه یې کړي.»
په ورته مهال د لوګر د نایب امینالله خان روغتون رییس ګلسلام برکي، د پنجشېر د عامې روغتیا رییس اسدالله نجات، د کاپیسا د عامې روغتیا رییس موسی طه، د سمنګان ولایتي روغتون رییس سیدعثمان حمیدي او د پرون سل بستریز روغتون رییس عبدالخلیل حیدري هم دغو ولایتونو کې د ښځینه ډاکټرانو او طبي تجهیزاتو له کمښت سرټکوي او وايي، اړتیا ده چې دغه برخه کې حکومت او اړوند مرستندویه موسسې پاملرنه وکړي.
بلخوا د تخار د عامې روغتیا رییس عبدالقهار احمدي، د غزني د ولایتي روغتون رییس نورالله حبیبي، د لغمان ولایتي روغتون رییس محمدصدیق سمسور او د پکتیا حوزوي روغتون رییس اصف ناصري بیا وايي چې دوی خپلو ولایتونو کې ښځو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو برخه کې هېڅراز ستونزه نهلري.
هڅه مو وکړه چې دې برخه کې د سرپل، بامیان، دایکندي، کندوز او نیمروز ولایتونو د روغتیايي چارواکو نظر هم له ځان سره ولرو، خو بریالي نهشو.
په همدې حال کې د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې له ۳۰ ناروغانو، ناروغلرونکو او عامو خلکو سره د مرکو له لارې د سلاموطندار موندنې ښيي چې ۱۳ ولایتونو کې ښځې له روغتیايي خدمتونو ناخوښې دي او څلور ولایتونو «غزني، لغمان، تخار او پکتیا کې نسبتآ له روغتیايي خدمتونو راضي دي.
د کابل، بدخشان، بغلان، پنجشېر، سمنګان، کاپیسا، پروان، لوګر، نیمروز، سرپل، کندوز، بامیان او دایکندي ولایتونو اوسېدونکي بیا شکایت کوي چې هېڅراز روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نهلري.
د سرپل اوسېدونکې زرینګل چې اومېندواره هم ده، وايي، د ښځینه ډاکټرو او طبي تجهیزاتو کمښت او د روغتیايي مرکز لرېوالي له امله نشي کولای په دوامداره توګه ډاکټرې ته مراجعه وکړي.
هغې وویل: «زه د شپږو میاشتو اومېندواره یم او روغتیايي وضعیت دومره ښه نه دی، ځکه هغه ډول چې پکار ده، هغه ډول روغتیايي خدماتو لاسرسی نهلرم او معاینې هم نشته. د روغتیايي مرکز لرېوالی چې له امله یې ډېرې ښځې روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نهلري.»
په ورته مهال یوه بله اومېندواره مېرمن نذربېګم هم وايي چې روغتونونو کې امکانات نشته او ناروغانو ته په سمه توګه رسېدنه نه کېږي.
هغه وايي: «روغتون کې ښځو ته پام نه کېږي، خپله مې په سترګو ولیدل چې هېڅ ډول روغتیايي امکانات ورته نشته. د زېږون پر مهال که پایواز ولرې، ډاکټر ته به خبر ورکړي او رابه شي او د زېږون اطاق کې به زېږون وکړې، خو که نه وي، دهلیز یاد انتظارخونه کې به زېږون وکړې.»
نیمروز کې ناروغلرونکې مریم هم وايي چې روغتون کې مسلکي کسان نشته او کافي تجهیزات هم نهلري. هغې وویل: «کله چې اړتیا وي، له ناروغ وینه واخیستل شي، روغتون کې لازم مواد نشته او که اکسرې ته اړتیا وي، وینو چې مواد نشته یا مسوول کس یې نشته. زموږ ولایت کې روغتیايي خدمتونه د صناعت وړ نه دي.»
بلخوا یوشمېر ناروغلرونکې چې خپلې ناروغانې یې روغتون ته د درملنې لپاره راوستلي، روغتونونو کې د ښځینه ډاکټرانو او تجهیزاتو له کمښت د شکایت ترڅنګ وايي چې د ښځینه ډاکټرانو کمښت له امله یې ښځینه ناروغانو ته چندیان پام نه کېږي.
د لوګر اوسېدونکي عصمتالله چې د دغه ولایت ولایتي روغتون ته یې خپله ناروغه راوستې، وايي چې یوه نفري اطاق کې یې د یوه ناروغ پر ځای له څلور تر پنځه ناروغانې بستر کړي چې په وینا یې، دا چاره د ناروغانو ستونزې لاپسې غځوي.
ثریا چې خپله ناروغه یې د بامیان ولایتي روغتون وړې، وايي: «دا مهال بامیان ولایتي روغتون کې ناروغانو ته پام نه کېږي. ډېری ناروغان دغه روغتون ته راځي چې باید خپلې درملنې ته په تمه شي.»
د دایکندي اوسېدونکې سیما هم خپله ناروغه د دغه ولایت، ولایتي روغتون ته راوستې چې وايي، اطاقونو کې د بستري ناروغانو شمېر زیات دی او د ځینو ناروغانو روغتیايي وضعیت نازک دی.
د نیمروز اوسېدونکې حبیبه وايي چې خپله ناروغه یې د یاد ولایت، ولایتي روغتون ته راوړې چې په وینا یې، روغتونونو کې بېوزله کسانو ته رسېدنه نه کېږي.
په ورته مهال د یوشمېر ولایتونو اوسېدونکي بیا دغو ولایتونو کې د ښځینه ډاکټرانو او روغتیايي تجهیزاتو له کمښت او د روغتیايي مرکزونو د لرېوالي له امله شکایت کوي.
د پنجشېر اوسېدونکي غلامسخي سلاموطندار ته وویل: «ابشار ولسوالي کې روغتيايي خدمتونه له دې امله لږ دي چې لرې ده او لاره یې هم خامه ده. ولسوالي کې کلینیک نشته او یوازې یو مرکز دی چې سم روغتیايي خدمتونه نشي وړاندې کولای. د درملو کیفیت هم ټيټ دی.»
بلخوا کابل کې له ۱۵ نجونو او ښځو سره د کابل۲۴ مرکه ښيي چې ښځو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو کچه کې د پام وړ کموالی راغلی دی.
دوی وايي چې پخوا به یې ښوونځي او کورونو کې د وینې تقویتي ګولۍ او د ټېټانوس ضد واکسین ترلاسه کاوه، خو له تحولاتو او د ښوونځیو له تړلکېدو وروسته دغه چارې په ټپه درېدلې دي.
د کابل اوسېدونکې مروه محمدي وايي چې هېواد کې د وروستیو سیاسي تحولاتو وروسته روغتیايي خدمتونو ته یې لاسرسی محدود شوی او ستونزو سره مخ ده.
هغې وویل: «موږ دا درمل نور ترلاسه نه کړل او ډېرې جدې ستونزې راپېښې شوي. ډاکټرانو ته مو هم مراجعه کړې او موږ ته یې ویلي چې ټول د وینې کمښت ستونزه ده.»
د کابل یوې بلې اوسېدونکې زرغونې وویل: «اوس چې د ټیټانوس واکسین تطبیق امکانات نشته، ډېرې مېرمنې شکایت کوي چې د میاشتنۍ ناروغۍ بېنظمۍ سره مخ شوي چې له امله یې ستونزې ورته پېښې شوې دي.»
بلخوا یوشمېر ډاکټران هم وايي چې د روغتیايي خدمتونو کمښت له امله د مور او ماشوم د مړینې د زیاتېدو لامل شوي دي.
کابل کې نسايي او ولادي ډاکټرې نجسمالسما شفاجو وايي: «روغتیايي خدمتونو ته د ښځو لاسرسی محدود شوی، ځکه افغانستان کې د مېندو مړینه ډېره شوې. له بدهمرغه افغانستان اسیا کې د مېندو د مړینې لوړه کچه لري. له دې معلومېږي چې روغتیايي خدمات کم دي او پرسونل هم کم دی.»
یوې بلې ډاکټرې صدف چې دا یې مستعار نوم دی، وویل: «موږ په کافي اندازه د ښځینه ډاکټرانو پرسونل نهلرو. په کافي اندازه ښځینه روغتیايي پرسونل نشته.«
کندوز کې یوې قابلې فرشتې کابل۲۴ ته ویلي: «د ښځینه کارکوونکو شمېر کم دی او د مراجعینو ډېر دی. ټولو ناروغانو ته رسېدنه نشي کولای، ځکه د نسايي او ولادي برخې ناروغان ډېر دي او باید کارکوونکي هم ډېر شي.»
په ورته مهال د بېپولو ډاکټرانو سازمان یا «اماېساف» هم وايي چې افغانستان کې ښځې روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نهلري.
د دې سازمان روغتیايي برخې مرستیال همایون همت وايي: «ډېری ولایتونو کې روغتیايي خدمتونه کم دي. د درملو او روغتیايي پرسونل کمښت ستونزې پیدا کړي، په ځانګړې توګه لرو پرتو سیمو کې دا ستونزه ډېره ده او ښځینه روغتیايي پرسونل ستونزه باید هواره کړو.»
د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافتزمان امرخېل هېواد کې د ښځینه ډاکټرانو کمښت ستونزه مني او وايي، دوی د یادې ستونزې هواري لپاره هوډ لري چې هېواد کې ۶۰۰ نوي روغتونونه جوړ کړي.
د نوموړي په وینا، د ښځو لپاره د وینې تقویت ګولۍ او د ټیټانوس ضد واکسین کمپاین تطبیق د بهرنیو پروژو او د عامې روغتیا وزارت د همکارانو اړوند دي چې ډېری وخت ځنډول کېږي.
هغه وویل: «موږ یوازې ولادي برخه کې متخصصو ته اړتیا نهلرو، بلکې داخلې برخه کې هم ښځو ته اړتیا لرو. جراحي برخه کې ښځو ته اړتیا لرو او نورو برخو کې هم اړتیا لرو. زموږ پلان هم دا دی چې راتلونکې کې ۶۰۰ روغتونونه جوړ کړو. زموږ هدف همدا دی چې روغتونونو کې د ناروغانو ګڼهګوڼه کمه شي.»
روغتونونو کې د ښځینه ډاکټرانو کمښت ستونزه داسې مهال مطرحه کېږي چې دا مهال د نجونو پر وړاندې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې تړل شوي او هغه نجونې چې تېر کال له طبي پوهنځي فارغې شوې، د اګزېت اګزام ازموینه هم نه ده اخیستل شوې.