چمن کې د پرلت کوونکو او پاکستان سرحدي ځواکونو ترمنځ اخ و ډب لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

چمن کې پر ډیورنډ کرښه له افغانستان سره له ویزو پرته ازاد تګ راتګ لپاره د احتجاج ګډونوال د پاکستان سرحدي (اېف سي) ځواکونو سره په نښته اوښتي دي.

د چمن پرلت د تنظیموونکې کمېټې ویاند صادق خان اڅکزي کابل۲۴ ته ویلي، چې ‘اېف سي’ ځواکونو په پرلت کوونکو اوښکې بهونکي ګاز کارولي، د دوی خیمې یې سوځولي او د کوتکونو پر ګوزارونو سربېره یې ډزې هم کړې دي.

هغه ادعا کړې چې په ډزو کې ۴ پرلت کوونکي وژل شوي او ۴۰ نور ټپیان شوي دي او زیاتوي، چې امنیتي ځواکونو د دوی شاخوا ۵۰ ملګري نیولي هم دي.

سرچینې وايي، احتجاج کوونکو هم پر ملېشه ځواکونو د ډبرو ګوزارونه کړي دي.

د ښاغلي اڅکزي په وینا، اېف سي ځواکونو سره تازه شخړه تر هغې وروسته رامنځته شوه چې دوی تېره ورځ (جمعه) له راتلونکې دوشنبې ورځې د نورو احتجاجونو او په دې لړ کې د ترانسپورت او پاسپورتونو ادارو د تړلو اعلان وکړ.

دی وايي د چمن د پرلت ګډونوالو ترانسپورت ته له څه باندې څلور میاشتې تړل کېدو وروسته ځکه اجازه ورکړې وه چې حکومت ورسره د دوی پر غوښتنو فکر کولو لپاره وخت غوښتی و، خو اوس داسې ښکاري چې په دې پلمه یې تېر ایستل.

پرلت وال وايي، چې حکومت او امنیتي ادارې یې په زور له خپلو غوښتنو نشي اړولي او دا چې په راتلونکو ورځو کې به خپل اعتراضونه لا زیات کړي.

بلخوا د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د خواله رسنیو یوه پیغام کې لیکلي، دی چمن کې پر احتجاج کوونکو د “پاکستاني ځواکونو برید” چې څو پښتانه پکې مړه او ټپي شوي، غندي.

هغه همدا راز زیاته کړې چې “په سیستماتیکه توګه د پښتنو قتل عام” او په ظلم او زور “د پښتونخوا پر سرچینو ګډ لوټ تالان” باید بند شي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر وايي، چې دوی د چمن پرلت له تنظیموونکو سره درېږي.

د دغه پرلت کډونوال تر ډېره هغه کسان دي چې په وېش بازار او د سپین بولدک-چمن دروازې دواړو غاړو ته کاروبار، خپلوي او راشه درشه لري.

دوی وايي د تاریخ په اوږدو او د پاکستان له جوړېدو راهیسې یې پر ډیورنډ کرښه ازاد تګ راتګ او کاروبار کاوه، او تر دې وروسته هم د پاسپورتونو او ویزو جبري کېدو ته غاړه نه نږدي.

 

کابل۲۴ یو خپلواک خبري اژانس دی، چې له افغانستان، سیمې او نړۍ څخه ۲۴ ساعته تازه خبرونه تاسو ته وړاندي کوي. کابل۲۴ د تازه خبرونو، راپورونو او مسلکي شننو په وړاندې کولو سره، د ټولو افغانانو او په ځانګړې توګه مېرمنو او قومي لږکیو بشري حقونو ته ژمن او د بنسټیزو انساني ازادیو د ودې او پرمختګ په موخه کار کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *